افغانستان

طالبانو په بدخشان کې له حکومتي ځواکونو نه د ګڼو سېمو د نېولو خبر ورکړ

نن ټکی آسیا: طالبانو خبر ورکړ، چې د بدخشان ولایت د تیشګان ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې ګڼ کلي، چې مخکې د امنیتي ځواکونو تر نفوذ لاندې سېمي بلل کېدې، ونېول او عسکر یې ترې تېښتي ته مجبور کړل.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې له تیرې ورځې راهیسې د دوی نظامي ملګرو د خیبر د عملیاتو په لړ کې له تګاب کشم ولسوالۍ څخه پر تیشګان ولسوالۍ باندې په پراخو تصفیوي عملیاتو پیل وکړ.

مجاهد څرګنده کړه، چې د عملیاتو په پایله کې يې ګڼ کلي د خلکو په مرسته د حکومتي عسکرو له ولکې وایستل او د مرکزونو او پوستو پرېښودلو ته اړ شول.

د نوموړي په وینا، په دې عملیاتو کې د سوسکان، دودګه، کشو، قرارګاه، غورسنګ، آسیاب پستک، وجیب، المچ ، احمدآباد، یارساز، غیرت آباد، یارخش، بالاتیشګان، ديوستان،  خاولیان، شیرک، دشت شهیدا، براني، نوآباد، فرغازنګ او  دن یارخش کلي په ټولیزه توګه د دوی تر ولکې لاندې راغلي.
ویل کېږي، چې د تیشګان ولسوالۍ د ملګاڼي په سېمه کې اوس هم د حکومتي عسکرو او طالبانو تر منځ نښته روانه ده؛ خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x