په فراه کې د ملکي وګړو پر کورونو د بمبار انځورونه او ویډیو

تصویر؛ ارشف؛ فراه کې هوايي برید

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ کب، ۱۳۹۶ل): د تیرې جمعې په چهارشنبه د فراه ولایت د بالابولک ولسوالۍ اړوند د ګنج اباد په کلي کې بمباري وشوه چې له امله یې لږ تر لږه ۱۰ ملکي کورونه ویجاړ او شاوخوا ۲۰ تنه ملکیانو ته مرګ ژوبله ورسیده.

په دغه بمباري کې د یوه ملکي وګړي عبدالغفار کور هم بمبار شوی چې د راپور سره سم خپله نوموړی او ورور یې عبدالروف د خاورو څخه په مړي حالت کې را وایستل شو خو پنځه تنه ښځې او ماشومان ژوندۍ وې او په ټپي حالت کې تر روغتونه ورسول شوې.

په یاده بمباري کې د سعد کاکا په نامه یوه کس کور هم بمبار شو چې له امله یې دوه لوڼې ووژل شوې او ۸ تنه د کورنۍ غړي يې په ژوبل حالت کې له خاورو را ایستل شوي دي.

په همدې سیمه کې دوه بزګران هم د الوتکو په واسطه ویشتل شوي او وژل شوي دي.

د یادوني وړ ده چې په دې وروستیو کې په فراه ولایت کې دولتي ځواکونو د طالبانو پر ضد پراخ عملیات او بمبارۍ پيل کړي چې له امله یې دواړه لوري یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوي کوي.