افغانستان

فراه: بالابلوک کې تر ۲۰ ډېر دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۵کب، ۱۳۹۶ل): د فراه ولایتي شورا وايي، د دې ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې تر ۲۰ ډېر عسکر وژل شوي دي.

د فراه د ولایتي شورا غړی دادالله قانع وايي چې ګڼو طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې پر امنیتي مرکز بریدونه کړي چې ۲۵ تنه عسکر يې وژلي دي.

هغه وايي په برید کې درې ټانګونه له منځه تللي او طالبانو ګڼ مهمات له ځانه سره وړي دي.

طالبانو هم په دې ولایت کې د جګړې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې ۲۰ تنه يې وژلي او دوه يې ژوندي نیولي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي، دوی په کنسک سیمه کې د ملي اردو لویه قرارګاه نیولې او په جګړه کې يې پر پورته تلفاتو سربېره ګڼ شمېر درنه او سپکه وسله هم نیولې ده.

هغه وايي په دې جګړه کې «دوه تنه مجاهدین شهیدان او دوه نور ژوبل شوي دي.»

د فراه ځايي چارواکو د طالبانو د تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې تازه د هلمند په نادعلي کې سرتېري برید درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x