افغانستان

لوګر: امریکايي بمبار کې شپږ کورونه ویجاړ شوي، څلور تنه ټپيان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۵کب، ۱۳۹۶ل): د لوګر اوسېدونکي وايي امریکايي ځواکونو د څرخ ولسوالۍ په پنګرام سیمه کې بمباري کړې چې شپږ کورونه يې ویجاړ کړي او څلور تنه ولسي وګړيې ټپیان کړي دي.

د یادې سیمې اوسېدونکي سید باقي پژواک ته ويلي، امریکايي ځواکونو پر کورونو بمبار کړی چې څلور تنه عام وګړي ټپیان شوي او شپږ کورونه تخریب شوي دي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح هم د بمبار پخلی کړی او ویلي دي، چې په برید کې د ملکي تلفاتو تر څنګ پنځه طالبان هم وژل شوي دي.

صالح وايي طالبان د خلکو په کورونو کې پټ و، بهرنیانو پرې بمبار کړی، ځکه خو کورونو او ملکي وګړو ته هم زیان اوښتی دی.

طالبانو په څرخ کې د خپلو کومو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

یاده دې وي تېره اوونۍ د یوناما له لوري د ملکي تلفاتو په کلني راپور کې بهرني ځواکونه دوه سلنه مسوول بلل شوي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x