نړۍ

مرکزي افريقا کې سخت دريځو عيسايانو د مسلمانانو جومات سوځولی

د مرکزي افريقا پلازمينه بانګي کې شرخوښو عيسايانو د مسلمانانو پر يو جومات بريد کړی او جوما يې سوځولی دی.

د بريد په پايله کې جومات بيخي له منځه تللی، قران مجيدونه او ديني کتابونه پکې سوځيدلي خو د بريد پر مهال جومات کې څوک نه و.

پلازمينه بانګي کې د مسلمانانو د ټولنې مشر عثمان اباکار رسنيو ته ويلي، چې له تېرې څه مودې د دوی پر خلاف تاوتريخوالی پیل شوی او عيسايي سخت دريځي يې پر کورونو او جوماتونو بريدونه کوي او تر اوسه يې د دوی لسګونه کورونه او جوماتونه ويجاړ کړي دي.
عيسايان وايي، چې څو ورځې مخکې مسلمانانو د دوی پر يوه کليسا بريد کړی و او دوی يې په غبرګون کې د مسلمانانو جومات وسوځاو، مګر د مسلمانانو ځايي مشران وايي، چې دوی هيڅکله په نوموړي بريد کې لاس نه درلود او دوی هغه مهال هم نوموړی بريد غندلی او اسلام هيڅ مسلمان ته اجازه نه ورکوي، چې د نورو اديانو مقدساتو ته په سپکه وګوري.

غربي رسنۍ وايي، چې مسيحي شرخوښو مليشو درې مسلمان ځوانان وژلي او د هغو پر مړو يې ملنډې وهلي او دې کار د مسلمانانو غم او غوسه نوره هم راپارولې ده.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال د منځنۍ افريقا مسلمانان نوموړي هيواد کې واک ته ورسيدل، ولې د امريکا په ګډون يو شمېر لوديځو هيوادونو په مرسته ميسيحي مليشو په زور مسلمانان له واکه وغورځول او هماغه ورځې د مسلمانانو او عيسايانو تر منځ شخړې او تاوتريخوالی روان دی.

عيسايي مليشې ورځ تر بلې د مسلمانانو پر مرکزونو او جوماتونه بريدونه کوي او مسلمانانو يې مقابل کې يې مسلمانانو هم وسلوال پاڅون پيل کړی، چې تر اوسه پکې له دواړو لوريو زرګونه کسان وژل شوي او شاوخوا يو ملينو خلک بې کوره شوي دي.

د کتونکو په اند اوس دا ناشونې بريښي، چې منځنۍ افريقا کې د مسلمانانو او عيسايانو تر منځ اوربند او روغه جوړه وشي، ځکه چې د مسلمانانو پر خلاف تاوتريخوال ورځ تر بلې زياتيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x