افغانستان

څېړونکی استاد عبدالله بختانی خدمتګار وفات شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۵کب، ۱۳۹۶ل): د پښتو او دری ادب په څېړنه بوخت استاد عبدالله بختانی خدمتګار نن د دوه نوي کلونو په عمر وفات شو.

استاد بختانی په ۱۳۰۴ لمریز کال د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د بختاني کلي وزېږيد، له مروجه دیني علومو وروسته يې فارسي او عربي ادبیات ولوستل او د روسي ادبیاتو د زده کړې لپاره د مسکو لومونوسوف دولتي پوهنتون ته لاړ.

استاد بختاني په پښتو ټولنه کې ۲۳ کاله کار کړی او ۱۴ کاله د علومو اکاډمۍ تر چتر لاندې پر څېړنه بوخت و.

دې عالم، ادیب او څېړونکي تر سلو ډېر چاپي او لسګونه ناچاپ اثار تر شا پرېښودل.

د بختاني صاحب ځینې اثار:

زما استاد الفت _ تذکره او ادب څيړنه _ ١٣٨٠هـ ش .

خوشحال خان او يو څوفرهنگيالي خټک _ تذکره او ادب څيړنه _ ١٣٨٠ هـ ش

گلنامه _ بولـله _ ١٣٨١هـ ش .

د ملي ادب او ژور ناليزم يو هير شوى خدمتگار شمس الدين قلعټکى _ تذکره _ ١٣٨١هـ ش .

ترنم دل _ مجموعۀ اشعار درى _ ١٣٨١هـ ش .

ويرنې _ د شعرونو مجموعه _ ١٣٨١هـ ش .

خدمتگار د فقير خېل په کتب خانه کښې _ خاطرې او څيړنى _ ١٣٨٢ هـ ش .

د قرآن شريف ځينې خطي نسخې _ تجويدونه ، تفسيرونه ، مفسران او مدرسى _ ١٣٨٣هـ ش .

د بياض ديوان _ نقل سمون حاشيې او سريزه ( اکاډميک متن) _ ١٣٨٣ هـ ش .

زه ، ملنگ جان او خوږې نغمې _ تذکره او خاطرې _ ١٣٨٣ هـ ش .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x