نړۍ

دیک چيني: اوباما یوه احمقانه پرېکړه کړې ده

د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي او پخواني مرستیال ولسمشر دیک چیني فاکس نیوز ته ويلي دي، چې د ولسمشر بارک اوباما دا پرېکړه چې تر ۲۰۱۶ز کال پورې به ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه وباسي، یوه احمقانه پرېکړه ده.دیک چیني د اوباما یاده پرېکړه وغندله او په خبره يې بارک اوباما ډېر کمزوری ولسمشر  دی. د ده په خبره اوباما باید تر پرېکړې وړاندې مشوره کړې وای.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته له بېړني سفر وروسته په سپینه ماڼۍ کې دغه پرېکړه واوروله، چې په افغانستان کې له خپلو دوه دېرشو زرو عسکرو نه به د راتلونکې کال تر پایه نیمايي وباسي اوپه ۲۰۱۶ ز کال به ټول محارب عسکر له افغانستانه وباسي.
اوباما ویلي دي، چې دوی به له یاد وخت وروسته په افغانستان کې نږدې لس زره عسکر د افغان عسکرو د روزنې لپاره پرېږدي. چې طالبانو يې په اړه سخت غبرګون ښوودلي وو او ويلي و، چې دوی به د استعمار د نوم په بدلون ونه غولېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x