شعـــــرونه

خنداګانې مرورې

انقلاب دى خنداګانې مرورې
شپې او ورځي موستومانې مرورې

دبې پتو زور واكمنو زوراوبه سه
دي پتمنې شينخاليانې مرورې

په ګلشن كي ګل غوټيانې موسكانه كړي
هم بلبلې دي خوارانې مرورې

ګودرونه  چنارونه  دي سوځلي
منګي مات دي او پېغلانې مرورې

يتيمان كونډې او ورارې مو لاڅه چي
په سلګيو دي ناويانې مرورې

ځمكه وينې چي اوربل دى  نڅاه نكړي
په هواكي توتكيانې مرورې

ستاسپېڅلى بركت يې ګڼوعشقه!
دغفلت مو بلاګانې مرورې

مرورمودخوښيوالهامونه
زموږ دشعرښاپېريانې مرورې

2014/05/29
سيدالهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x