طالبانو خپلو جنګياليو ته د نيالګيو کرلو امر کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ کب، ۱۳۹۶ل): طالبانو خپلو جنګياليو ته امر کړی،چې د خپل واک لاندې سيمو کې د ځايي خلکو په مرسته نيالګي وکري او د ټولنې په ابادۍ کې خپله ونډه واخلي.

د طالبانو د زارعت کميسيون له لوري نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې اعلاميه کې راغلي، چې د طالبانو مشر شيخ هبة الله اخندزاده په ټول هېواد کې خپلو جنګياليو ته امر کړی، چې د «مسلح جهاد» سربېره د خلکو د هوساينې، چاپېريال ساتنې او د اقتصادي پرمختګ لپاره د خپل واک لاندې په ټولو سيمو کې د ځايي خلکو په مرسته نيالګي وکري.

په اعلاميه کې په ديني نصوصي استناد شوی، چې نيالګي کرل او ورته نور ټولنيز خیریه کارونه په اسلام کې جاريه صدقه ده او هر مسلمان مکلف دی، چې تر خپل توانه په دې اړه هڅې او فعاليتونه وکړي او د ولس د ښېرازۍ لپاره له خلکو سره په ګډه نيالګي کينوي.

تېر کال هم د طالبانو مشر شيخ هبة الله اخندزاده خپلو پلويانو او جنګياليو ته ويلي و، چې د هېواد او ولس د ښېرازۍ لپاره په ټول هېواد کې تر خپل توانه نيالګي کينوي.

طالبانو تېر کال د خپل مشر له امر سره سم تر خپل واک لاندې سيمو کې دنيالګيو کرلو لپاره د ولسي خلکو په مرسته پراخ اشر کړی و. په ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو دغه ګام په پراخه کچه ستايل شوی و او دا کار يې د ولس او چاپېريال د ښېرازۍ لپاره ښه هڅه او پرمختګ بلل شوی و.

طالبان د پوځي چارو، سربېره په فرهنګي، ښوونې او روزنې، معدنونو، د ملکي تلفاتو د مخنيوي، زارعت او نورو چارو په اړه کميسيونونه لري، چې د وزارتونو په توګه کار کوي او د نيالګيو کرلو کار يې هم د زارعت کميسيون ته سپارلی دی.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Haroon
میلمه
Haroon

Zwanana di na wazni da niyaligyano sa yee bezara yu