افغانستان

امرالله صالح: حکومت ماتې خدای، خو کوچنۍ بریا ځانته منسبوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۵کب، ۱۳۹۶ل): د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وايي ډاکټر غني ټولې ماتې د خدای له خوا بولي خو یوه کوچنۍ بریا بیا خپله لاسته راوړنه بولي.

ډاکټر غني په دې وروستیو کې د سولې په نوم یوې ناستې ته پخپلو خبرو کې وویل، چې د افغان ځوانانو ټوټې ټوټې کېدل الهي ازموینه ده.

امرالله صالح پخپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چې الله جل جلاله انسان ته پر خپلو عملونو د تسلط اراده ورکړې ده، په وینا يې «نه پوهېږم دا څنګه ديني او فرهنګي مشاور دی، چې داسې خرافاتي خبرې ولسمشر ته ورښيي.»

صالح وړاندې لیکلي: « هیڅ دیني، منطقي او سیاسي دلیل نشته چې ګواکې په افغانستان کې روانې وژنې الهي ازموینه ده.»

امرالله صالح چې اوس د «زرغون بهیر» د یو بنسټ مشري پر غاړه لري، پر ولسمشر غږ کړی چې خدای د پرمختګ او منطق مخه نه ده نیولې، خو که تاسې يې بيدا کړئ.

صالح له سې بې ایس نیوز سره د ډاکټر غني پر خبرو هم تبصره کړې وه، چې ګواکې کابل ښار نه دی محاصره، بلکې هر فرد محاصره دی.

هغه لیکلي و، که مخالفین وغواړي هر څوک چې يې زړه وي په نښه کولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x