نظــر

افغانان د «بېل یې کړه، اېل یې کړه» سیاست قربانیان

م، خواتی

څرنګه چې د «بېل یې کړه ، ایل یې کړه» شیطاني سیاست نوښتګر او لومړی پلي کونکی انګریز دی ، او نورو ټولو ښکیلاکګرو ولسونو ته خورا دا ګواښمن سیاست عملي کړی دی. زمونږ هېواد پدې وروستیو څلورو لسیزو کې تر هممهالو او پرلپسې تېریو لاندې راغلی دی .

د دې مانا دا ده چې دا څلور لسیزې زمونږ خلک د «بېل یې کړه ، اېل یې کړه» شیطاني سیاست په بټۍ کې ژوند کوي .

شوروي اتحاد لومړی اشغالګر هېواد و چې پر افغانستان باندې یې یرغل وکړ .

د اشغال په بهیر او لومړیو کلونو کې د اشغالګرو ځواکونو ډېری سرتېري او افسران د منځنۍ آسیا د اولسونو استازي وو . دا پخپله ښيي چې د دغه کار موخه څرګنده وه چې د هیواد لږه کي وروڼه قومونه د غټ قوم په وړاندې ولمسوي او ودروي، یعنې مسکو پدې کار سره د هیواد د میشت وروڼو قومونو مخامختیا ته لمن وهله خو په عمل کې یې ولیدل چې تیر یې په هدف نه دی لګېدلی او بیله ځنډه یې خپله دا تیروتنه اصلاح کړه.

په سیاست کې په تېره بیا په هغه سیاست کې چې بنسټ یې اشغال ایښی وي تصادفات نشته . شوروي اشغال د خپلو ګټو د ساتلو لپاره رنګا رنګ ایله جاري وسله والې ډلې جوړې کړې . کله چې ماسکو دې پایلې ته ورسېده چې د افغانستان د حکومت ملاتړ یې نور په ګټه ندی ، نو په لومړي ګام کې یې د افغانستان د ملي اردو د څنډلو ( تصفیې ) لپاره توطئه جوړه او د کودتا په نوم یې عملي کړه .

د دغې خاینانه توطئې په پایله کې افغانستان نه یواځې خپل سلګونه پوه ، په وطن او افغانیت مین پوځي کدرونه له لاسه ورکړل بلکې د را رواني پلان شوې انارشۍ او ګډوډۍ له مخې نه ټول خنډونه او په هغو کې ملي پوځ هم لېرې کړل شو . په بله وینا افغانستان د منظم غبرګون ښودلو توان په بشپړه توګه له لاسه ورکړ . ورپسې څه پېښ شول ؟

د جهادي تنظیمونو مشران مسکو ته ور وبلل شول. البته د مسکو د پام وړ هغه تنظیمونه و چې قومي، مذهبي او ژبینو تړاوونو ته یې لومړیتوب ورکاوه. دهمدې تنظیمونو او پر دولتي دستګاه باندې د واکمنو روسي ګوډاګیانو تر منځ ائتلاف وشو ؛ د ملګرو ملتو په مشرۍ د سولې پلان شنډ ؛ دولت له منځه لاړ ؛ هېواد د قومي جګړو دوزخ ته ور ټېل وهل شو او روسانو د اسلامي جمعیت ، نظار شورا او دوستم لپاره د پیسو چاپولو ماشین په کار واچاوه.

همدا مهال دي چې افغانستان عملآ د شمال او جنوب په نامه په دوو مخالفو جبهو وویشل شو. کله چې هیواد یوې مرکزي واکمنۍ ته را ګرزیده ، دسپتمبر یوولسمه ټکه ولویده ، ملامتي یې د وخت په افغان واکمنۍ واچول شوه او افغانستان د انګلوساکسون لښکر و د یرغل هدف وګرزید.

هغه د «بېل یې کړه ، اېل یې کړه» شیطاني سیاست له همغو لومړیو شېبو څخه د دغه روان اشغال کارنده وسله هم ده . دبن په کنفرانس کې د قومونو او توکمونو د ونډې پر بنسټ د را تلونکي حکومت جوړونه یې څرګنده بیلګه ده.

د روان اشغال پر مهال موږ وینو چې د تیر اشغال په څېر د اربکیانو په نامه مختلفې ایلجاري ډلې ټپلې جوړیږي کومې چې د قومونو او قبیلو تر منځ مخامختیا او تربګنیو ته لاره هواروي.

همدارنګه دا مهال دي چې د ټولنې ټول مذهبي او قومي سخت دریځه کسان یو مخ مدني فعالان شول . زمونږ منل شویو تاریخي اتلانو او هویت ته په ډاګه سپکاوی کېږي . په ټول هېواد کې د دولتي مامورینو په ټاکنو ، د امنیتي پرسونل په انتخابولو ، عمومي ټولټاکنو او تبلیغاتو کې قومي تړاونه ستر رول لري . که چیرې مرکزي اداره کوم چارواکی بدلوي اویا په دنده ګوماري ځینې پردی پاله شرارت پیشه کړۍ هغو ته قومي او ژبني صبغه ورکوي چې د بلخ د والي روان جنجال یې څرګند ساری دی.

راځئ له ځانه وپوښتو چې دغه نادودې او شندې د چا په ګټه دي د افغانانو او یا د اشغال ؟

مونږ افغانان باید هوښیار واوسو ، زمونږ د ملي هویت دښمنان پلان لري چې د افغانستان ورونه قومونه له یو بل سره مخامخ او وجنګوي .

پردیو د هر قوم له لیکو څخه ځانته اجیران غوره کړي ، ګومارلي او هغوی یې برلاسه کړي دي . دغه شان تورمخي اجیران په هر قوم کې لیدل کېږي او همدغه تورمخي د افغان ملي هویت د جنازې د پورته کولو ګواښونه کوي . دا د هر افغان دنده ده چې پردیپال پر خپل ځای کښېنوي خو دې ته هم باید پام وکړو چې په خپلو خبرو ، لیکنو او کړنو کې د څو تنو پردیپالو په خاطر دګران افغانستان یو قوم تورن نکړو . دا یو واقعیت دی چې د افغانستان ورونه قومونه یو له بل سره هیڅ تربګني نلري . دغه روانې ناندرۍ او سپین سترګۍ د پردیپالو لوټمارانو کار دی .

له دې چې پردیپال په لومړي ګام کې قوم پلورونکي دي نو ځکه دوی قوم نلري . البته چې د افغانستان ټول ورونه قومونه پر خپل ګډ هویت « افغانیت » باندې ویاړي چې د افغانانو دا ډول واکمنه رواني ځانګړتیا ددې ښکارندوی ده چې د افغانستان د رنګا رنګ دښمنانو توطئې پدې ټاټوبي کې له ناکامۍ سره مخ دي او بری د افغان میړني مسلمان ولس په برخه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عظیم امید

ښاغلی م، خواتی صاحب ماشاءالله په ګوتو مو برکت او قلم مو تاند اوسه. ډیره په زړه پوري لیکنه مو کړی ده

masoom prince

بیشک افغان یک غیرتي قوم هست افغان نه تنها پشتون هست بلکه ازبک تاجک هزاره پشایي ګوجر یي به یک افغان نام یاد میشود هر کسې که مې ګویه که من افغان نیستم بلکه افغانستانی هستم اګر افغان نیستی برو بخیر که از کجا آمدي یي فریب از طرف کفار پیدا شود چرا مسلمان یک متحد ملت باشود انمی تعصب را کار خراب کردی که تو پشتون من تاجک تو ازبک من هزاره نی من مسلمان هستیم امتی محمد هستیم

مجيب الرحمان

ښکلې ليکنه مو کړې خو د حل لاره يې هم اسانه ده، تر هرڅه دمخه د پښتنو چې د اکثريت وګړي په افغانستان کې دي مسوليت دوى ته متوجه ده بيا افغان تاجکو ته چې دوهم غټ نفوس لري. د اېل يې کړه بېل يې کړه فارموله له بېخه ورکول غواړي هغه داسې چې پښتنو ترمنځ اېل شوي ډېر دي دوى يې په خوشې پردو اېز مونو، قبيلو او سختدريځو ديني فرقو او فکرونو يو په بل مقابل راپورته کړي، تاجکانو ته يې سختدريځه نشنلستىي فکر ورکړى او دوى ته يې د تاجکستان د يو قوم ټول فکر خو د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x