د پاکستان ستراتیژيکه ژورتیا؛ د زرګر په تله کې (دویمه برخه)

(زما هم واورئ!: داحمد بلال خلیل کالم) : هند چې له پاکستانه نه یوازې دا چې په جفرافیايي ډګر بلکې په نظامي او اقتصادي ډګر کې هم خورا ستر دی، له دې څخه پاکستاني فوځ وېره لري او غواړي چې د پاکستان ټول تمرکز همدې یوې خوا-د هند په لور- شي نو ځکه د پاکستاني فوځيانو په فکر ستراتيژيکه ژورتیا د پاکستان د ملي ګټو سره تړل شوې ده، چې دوی باید په ګاونډ (افغانستان) کې څه ډول حکومت ولري؟

دې ټکي ته جنرال اشفاق کیاني هم اشاره کړې، په دې اړه دی د ستراتيژيکې ژورتیا نه د افغانستان کنترولول نه بولي بلکې د دې پالیسۍ پرمټ دی غواړي چې پاکستان ته په اوږد مهاله پړاو کې امنیتي ستونزې نه وي. دی مخکې په افغانستان کې د هند د زیاتیدونکي رول څخه هم ناخوښه ښکاري او وايي: مونږ د افغاني ادارو، پولیسو او ملي اردو څخه غواړو چې دوی دې داسې تربیه نکړای شي چې د پاکستان ستراتيژيکي ګټو ته تاوان ورسوي.

خو په بل اړخ کې د ترکیې وزیر خارجه اوغلو چې په نړیوالو اړیکو کې یې دکتورا اخستې او د نړیوال سیاست پروفیسور دی، پخپل مشهور کتاب، ستراتيژيکې ژورتیا، چې په ۲۰۰۱کال کې یې خپور کړ، او وروسته د ترکیې د باندنېو چارو چوکاټ پر همدې کتاب برابر کړای شو، د ستراتيژيکې ژورتیا څخه داسې مانا لري: « په نړیوال سیاست کې د یو هیواد وزن د دوی په جیو-ستراتيژيکي موقعیت او په تاریخي ژورتیا کې ايښودل شوی دی» دی مخکې زیاتوي: « ترکیه دغه دواړه—جیو-ستراتيژيکي موقعیت او تاریخي ژورتیا— لري، د ستراتيژيکي موقعیت له لحاظه په یوه بانفوذه سیمه کې پروت دی، په تېره بیا د باسفورس کنترول لري، او په تاریخي لحاظ د عثماني امپراتورۍ په بڼه تاریخي ژورتیا لري»

د ترکیې وزیر خارجه، پروفیسور دوکتور اوغلو، د ستراتيژيکې ژورتیا اصطلاح د نظامي ډګر نه دیپلوماتيک او کلتوري ډګر ته راوباسي، او د خپل تاریخي او ستراتيژيکي موقعیت له کبله غواړي چې ترکیه دې په سیمه کې ستراتیژيکه ژورتیا ترلاسه کړي.

دغه نظریه د ترکیې باندنېو چارو ته یو داسې قومي چوکاټ برابروي چې له رویه یې نه یوازې دا چې له ګاونډیانو سره د صفر کړکیچونه او صفر لاسوهنه غواړي بلکې په منځني آسیا کې خپلو ترکانو سره رابطې هم نیژدې کول غواړي ترڅو یې پر لویدیځ اتکاء کمه شي.

د پاکستان ځينې پروپاګندیستان چې کله د افغانستان ذکر چیړي، نو وار دمخه یې له خولو څخه وځي: «افغانستان اسلامي دنیا کا پهلا اسلامي برادر ملک تها، جس نې اقوام متحده مې پاکستان کې خلاف سب سې پهلا ووټ دیا» . (افغانستان په اسلامي نړۍ کې لومړنی ورور هېواد و، چې په ملګرو ملتونو کې يې د پاکستان ضد رایه ورکړه) خو د دوی بیا دا خبره له یاده وځي، چې افغانستان په څه ډول؟ او ولې د پاکستان پرخلاف د مخالفت رایه ورکړه؟ او بیا یې ولې او ولې یوازې د درېیو اونیو په تېریدلو خپله د مخالفت رایه بیرته واخستله؟؟

که دوی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفیر عبد الحسین خان عزیز  تقریر په سړه سینه تعقیب کړي، نو هغه څه به پکې ومومي چې د نړۍ په هېڅ ځای کې یې نظیر نشته. غواړم دلته د عبد الحسین خان عزیز له خبرو څخه یو څه دلته راوړم:

«افغانستان د پاکستان له خلکو سره د هغوی د آزادۍ په خوشحالۍ کې شریک دی. مونږ د پاکستان خورا ډېر درناوی کوو. پاکستان دې هوسا وي!

افغانستان نه غواړي چې په دې پیاوړي تنظیم کې د پاکستان د غړیتوب مخالفت وکړي؛ خو په ژوره خواشینۍ سره مونږ اوس په دې حال کې د پاکستان په حق کې د ووټ ورکولو جوګه نه یو. د دې وجه دا ده چې مونږ شمالي غربي سرحد[پخوانۍ خیبر پختونخوا] د پاکستان برخه نه شو ګڼلی ترڅو چې د شمالي غربي سرحد خلکو ته د هر قسمه نفوذ نه آزاده موقع نه وي ورکړل شوې. او زه تکراروم چې د هر قسمه نفوذ نه آزاده. چې پخپله دا فیصله وکړي چې آیا دوی آزاد اوسیدل غواړي او که د پاکستان یوه برخه جوړیدل غواړي»

افغانستان نه یوازې دا چې دا پورته خبرې وکړې، بلکې د هند او پاکستان د جګړو پرمهال یې په باقاعده توګه پاکستان ته خبر ورکړ چې پاکستان کولای شي چې د افغانستان له پولو څخه پاکستاني لښکرې لرې کړي او له دې خوا دې هېڅ غلط فکر سر ته ونه سپاري.

د ۱۹۶۵کال جګړې وروسته ذولفقار علی بوتو د افغانستان د دا ډول چلند په وړاندې د مننې لپاره د کابل په لور پرواز وکړ. له دې هم مخکې افغانستان پر کوهات د هند بمبارۍ پرخلاف خپل اواز پورته کړی و، او هند ته یې ویلي ول چې هند دې پر هغو سیمو بریدونه ونکړي چې افغانستان پرې دعوه لري.

هو! دا د هیوادونو یو ډيپلوماتیکي حق دی، چې یو بل په رسمي توګه –که کومه ستونزه نه وي- وپېژني. له یو بل سره اړیکې پېل کړي. او بیا د دواړو هیوادونو ترمنځ د ورورولۍ فضاء قائمه کړي. که څه هم د پاکستان سره مونږ د پښتونستان له امله غټه ستونزه درلوده او د پاکستان له جوړیدو څخه ډېر پخوا په ۱۹۴۲کال کې افغانستان د انګلستان څخه هیله او غوښتلي و، چې د هند د ویش پر وخت د پښتنو حیثیت تر نظر لاندې ونیسي، خو د پاکستان په منځ ته راتللو، په ملګرو ملتونو کې افغانستان ایله یوه میاشت پس، د دغو هر څه و په شتون کې خپله د رد رایه بېرته واخستله او په ۱۹۴۸کال کې یې جناح ته سفیر ولیږداوه. ترڅنګ یې افغانستان د پاکستان په هغو ټولو جګړو کې، چې ټولې یې پخپله پېل کړې وې، ناپېیلی پاتې شو او هغه دم یې مشرانو د افغانستان دغه احسان منلی و

د دې برعکس که یو هیواد بل هیواد ته ووايي، چې نه! مونږ ستاسو له اړخه داسې حکومت غواړو، چې پلانکی پکې نه وي که څه هم د خلکو په خوښه راغلی وي!! تاسو باید لومړی له هند سره بیخي اړیکې ونه لرئ او که لرئ یې هم، باید یوازې تر اقتصادي ډګره پورې محدودې وي!! ستاسو پوځ او پولیس باید داسې وي چې زمونږ ستراتيژيکي ګټو ته خطر ونه زیږوي!!! داسې خبرې خو یوازې د اتلسمې پيړۍ له استعمار سره خوند کړي، نه له یوه داسې ګاونډي سره چې ستونزې یې که له مونږ زیاتې نه وي نو کمې خو هرومرو نه دي!!

مونږ هم پوهیږو چې د پاکستان هېواد افغانستان ته ارزښت، همداسې پاکستان ته افغانستان هم خورا ارزښت لري؛ ځکه راتلونکې کلونه او روانه بېړۍ د منځني آسیاء پېړۍ ده، او افغانستان چې نه یوازې د منځني آسیاء یوه برخه ده بلکې له درېیو مهمو هېوادونو سره یې هم پولې لري،  پاکستان به -هغه مارکیټ، او د تېلو او غازو ذخائر- څرنګه هېر کړي؟ هو! هم هغه مارکیټ او د تېلو پايپلاینونه چې نصیرالله بابر او بې نظیره بوټو یې دې ته اړ کړل چې له نوي تحریک څخه ملاتړ وکړي او خپل دغه آرمان د حقیقت له هیندارې سره مخ کړي هر هېواد ته پکار دي، چې له خپلو ګاونډيانو سره ښې اړیکې ولري، او داسې هېواد چې په وچه کې بند وي، هغه ته خو ډېر پکار وي- که څه هم ترانزیتي لاره که هر څه وي د وچ بند هېواد قانوني او اخلاقي حق دی، او مطالعه څرګندوي چې له ۱۹۷۱کال څخه تر ۱۹۹۰ کال پورې افغانستان له پاکستان سره ښې اړیکې نه درلودلې خو بیا یې هم تجارت پر ترانزیتي لارې، چې له پاکستانه تېرېده، روان و؛ یانې سیاسي خرابو اړیکو پر تجارتي اړیکو بده اغیزه ونه ښندله- که چېرې بل هېواد استعماري موخې ونه لري، د هېواد په چارو کې لاسوهنه ونه وهي، افغانستان ته د یو مستقل او خپلواک هېواد په سترګه وګوري نو د داسې ګاونډي سره ښې اړیکې نه ساتل نه یوازې له ملي ګټو سره سر نه خوري بلکې مونږ ته په تاوان هم پریوځي.

اوسمهال د نړۍ هیوادونه د داسې اړیکو پسې دي، چې په تجارتي غوټو سره تړل شوې وي، ځکه خو په همدې موخه له خپلو ګاونډي هیوادونو سره د صفر کړکیچونو په لور وي؛ ترڅو خپل تجارتي حجم زیات کړي، اقتصادي وده چټکه کړي، د صفر کړکیچونو له امله خپل نرم ځواک هم مخ پر زیاتېدو کړي، په نړۍ کې یو ښه نوم پېدا کوي، او په نړیوالو اړیکو او سیاست کې یو دروند مقام خپلوي. دغه د صفر کړکیچونو پروسه تقریباً دوه لورې وي، یوازې یو لوری نشي کولای چې دغه پروسه د کامیابۍ په لور بوځي. تازه بیلګه یې د ترکیې ده. د ترکیې د ګاونډيانو سره د صفر کړکیچ تګلاره له ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې ښه ثمره درلوده خو له ۲۰۱۱کال څخه تر دې دمه یې ترکیه نه یوازې په کور کې په محلي سیاست کې له غوبل سره مخ کړې بلکې په نړیوال سیاست کې یې له ګاونډیانو سره داسې لتاړ کړې، چې اوس د انزوا په ګرداب کې لامبو وهي او د لومړۍ پېر ثمره یې د دویم سره ډېر توپير لري.

مونږ هم، چې پرمخ تللو ته مو د بوټانو تسمې لا سمې نه دي تړلي؛ لا ډېره لاره پاتې ده چې د پرمختللو هیوادونو سره مو په یوه کرښه کې یوځای ودروي، غواړو چې له ګاونډيانو سره د ورورولۍ په فضاء کې اړیکې-بالخصوص تجارتي او اقتصادي- ولرو، د هغوی له تجربو زده کړو، یوځای[پاکستان] سره په هغو څه کې کار وکړو چې ګډې ګټې پکې نغښتل شوې وي لکه د منځني آسیاء ذخائر د نل په بڼه تېرول (د ټاپي پروجېکټ، د وريښمینو نوې لاره، چې هند و پاکستان به له منځني آسیاء سره ونښلوي) نو چې کله ګډې ګټې تعریف شي، او په ګډه پرې کار روان شي، همدا بیا د ستراتيژيکي ملګرتیا لپاره بنسټ جوړوي، چې دوه هېوادونه پکې ننوځي.

لیکوال: احمد بلال خلیل – کالم: زما هم واورئ! – نن ټکی آسیا

ددې کالم لومړۍ برخه په لاندي ادرس:

http://www.nunn.asia/11635/

تبصرې (1)

  • پاکستان باید خپل منافقانه دریځ بدل او افغانستان سره د یومسلمان ګاونډی په شان برخورد وکړی کنه نو بیا خپله پاکستان او زمونږ هیواد افغانستان دواړه به وران شی
    په منافقت کی د دواړوملکونو دخلکو ګټی نشته ځکه په تیر ۳۵ کلن تاریخ کی ولیدل شو