افغانستان

حکومت د افغان ترک ښوونځي تړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۵کب، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځيو د اولیاوو کمېټه وايي حکومت د دې ښوونځيو د ‏تړلو هوډ لري‎. ‎

د افغان ترک ښوونځيو د اولیاوو د کمېټې مرستیال عبدالشکور دادرس وايي، بهرنیو چارو وزارت له اقتصاد وزارت نه غوښتي ‏چې افغان ترک ښوونځي منحل کړي‎. ‎

نوموړي چې د اولیاوو کمېټې له نورو غړو سره د بهرنیو چارو وزارت مخې ته راټول شوي و، رسنيو ته ویلي، د بهرنیو چارو ‏وزارت له لوري دا کار بشپړ ناقانونه دی، بلکې دا د یوې محکمې کار دی‎. ‎

هغه وویل د دې امر صادروونکي باید عدلي ارګانونو ته وسپارل شي‎. ‎

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې ملي امنیت د افغان ترک ښوونځي پر ښځينه لیلیه چاپه واچوله، چې توند غبرګونونه يې راوپارول‎. ‎

دا چاپه څو ورځې وروسته له هغه واچول شوه، چې د کابل ښار په زړه کې د افغان ترک ښوونځيو دوه ښوونځي اختطاف شول‎. ‎

څو ورځې وروسته ثابته شوه، چې دا کسان ملي امنیت نیولي او د عبدالشکور دادرس په وینا دوی هڅه کوي چې دا کسان ترکيې ‏حکومت ته وسپاري‎. ‎

د افغان ترک ښوونځي، چې په ترکیه کې د واکمن ګوند د مخالف محمد فتح الله ګولن د ګوند اړوند دي، وروسته له هغه يې په اړه ‏افغان حکومت حساسیت وښود، چې په ترکیه کې ناکامه کودتا د نوموړي کار وبلل شو‎.‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلامت خان

ښه ده چې وتړل شي، ځکه چې ددې مکتبونو شاګردان که هرڅومره ښه علمي قابليت هم پيدا کړي بيا یې وفاداري د افغانستان او ترکيې مسلمانو ولسونو ته نه وي، بلکې ټوله وفاداري یې فتح الله ګولن ته وي، هغه چې غواړي له (ماډرنيزم)، (بې شريعته اسلام)، (ترکي نشنلزم)، ( ډېموکراسۍ) او (ليبراليزم) څخه يو مشترک (دين) جوړ کړي او بيا د دې دين د پيروانو په توسط په اسلامي نړۍ داسې نظامونه او فرهنګ رامنځته کړي چې مسلمانان ورکې په هر لحاظ له غربي ليبرالانو سره يو ډول ژوند او ارزښت ولري. ملاحظه: د فتح الله ګولن او د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x