افغانستان

اته سوه امريکايي ځانګړي سلاکاران کابل ته راورسېدل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ کب، ۱۳۹۶ل): کابل ته د امریکايي ځانګړو سلاکارانو ۸۰۰ کسیزه ډله رارسېدلې ده.

سپوتنیک اژانس وايي، دغه ۸۰۰ تنه به د ناټو تر چتر لاندې د بهرنیو هېوادونو پوځيانو ته د جګړې په کرښو کې مشوره ورکوي.

سرچينه په افغانستان کې د بهرنیانو د عمومي قومندان جان نیکولسن په حواله وايي، چې تر یادو سلاکارنو ډېر نور به په یوه بله ډله کې راتلونکو اوونیو کې کابل ته را ورسېږي.

نیکولسن د دې سلاکارانو راتګ د افغان حکومت او دلته د مېشتو بهرنیانو لپاره د زور سبب بولي.

هغه وايي دا د امریکا د هغې تګلارې برخه ده، چې غواړي د طالبانو تر واک لاندې سیمې بېرته ونیسي.

نیکلسن وايي، دوی به له افغان عسکرو سره په تهاجمي بریدونو کې مرسته کوي او هدف مو دا دی چې ۸۰ سلنه خاوره تر واک لاندې راولو.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي سناتوران او سیاسی مبصرین په افغانستان کې د روانې جګړې ژر ختمول د امریکايي ولس په ګټه بولي.

څو ورځې وړاندې سیګار پخپل راپور کې پنټاګون ملامت کړ، چې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه رښتوني معلومات له ولس سره نه شريکوي.

افغان حکومت د بهرنیانو له اعلان سره سره لا هم د دې سلاکارانو د راتګ اړوند څه نه دي ويلي.

د بهرنیانو په ګڼو پوځي فعالیتونو افغان حکومت د رسنیو له راپورونو وروسته خبرېږي او غبرګون ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد أنصار

د الله جل جلاله نصرت د مؤمنانو مل دی !
د شيطانانو قول له عمل سره لوی توپير لري …

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x