fbpx
afghanistan pakistan

د افغانستان او پاکستان په اړه تاریخ بیا تکراریږي!

دغه مطلب د روان کال د مئ د میاشتې په ۲۳ نیټه د (فارن افیرز) انگلیسي مجلې له خوا نشر شو چې پښتو ترجمه یې په لاندې ډول ده:   
وروسته د هغې څخه چې سور لښکر (یا د پخواني شوروي لښکر) د افغانستان څخه په ۱۹۸۹ کې په شا شو نو د روسیې تر حمایت لاندې د کابل د حکومت سقوط هم حتمي او قریب الوقوع شو. له هغه وروسته وار له واره په ۱۹۹۱ کې شوروي اتحاد ټوټې ټوټې شو، او امریکا، کوم چې یې له افغان مجاهدینو سره په ۱۹۸۰ کې مرسته کړې وه، په مسکو کې یې ځان مطرح کړو.

پدې ډول غرب افغانستان پریښود، او ترې منصرف شو، او دغه جنګ ځپلی ملک خپل ګاونډیانو ته پاتې شو. په شمال کې تازه آزاد شوي ملکونه (تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان) په خپلو داخلي انتطام او بندوبست په جدي توګه بوخت ول. د افغانستان موضوع پاکستان او ایران ته پاتې شوه چې په خپله خوښه په هره طریقه چې دوی غوښتل تنظیم او بڼه ورکړي.

دواړو ملکونو دا فیصله وکړه چې بیا به پښتنو ته دا اجازه نه ورکوي چې په افغانستان حکومت وکړي. خو دا داسې اسانه کار نه وو؛ ځکه چې پښتانه له پیله ددې ځای واکمنان او حاکمان پاتې شوي ول. دوی اړتیا لرله چې ددې خطرناکې پروژې او پلان لپاره زمینه مساعده کړي. پاکستان، کوم چې په افغان مجاهدینو کې یې ډیر نفو‌‌ذ لرلو، د مشهورو او پروتوکول لرونکو مجاهدینو (رباني او مسعود) سره یې تماسونه ونیول، کومو چې په  ۱۹۸۲ کې د شوروی اتحاد سره یوه معاهده امضاء کړې وه چې پر بناء به یې دوی له سره لښکر سره جنګ نه کولو، او د سالنګ تونل به يې دوی ته خلاص پریښودو، ترڅو پښتانه د هیواد په شرق او جنوب کې وځپي. په ۱۹۹۱ کې مسعود پاکستان ته وبلل شو! هلته یې د ولسمشر غلام اسحاق خان او وزیر اعظم نواز شریف له خوا تود هرکلی وشو، تر څو د پښتنو په ضد دغه پلان نورهم کلک او پیاوړی کړي. او د پیښور د ۱۹۹۲ کال تړون هم ددې تفاهم نتیجه وه.

کله چې د پاکستان، ایران او روسیې تر منځ  د یو تفاهم په نتیجه کې قومي اقلیتونو ته قدرت ورکړل شو،  نو د هند پښه هم د ایران له لارې دلته ځای پیدا کړ، او پاکستان په تدریجي توګه غاړې ته کړای شو. رباني او مسعود باید د پاکستان او د (هند-روسیي-ایران) تر منځ یو انتخاب کړی وای. خو دوهم کمپ ددوی طبیعي قرارګاه وه. او په ۱۹۹۰ لسیزه کې په افغانستان کې دا د نیابتي جګړې باعث شو.

تاریخ ډیر ځلې تکراریږي. سږ کال له افغانستان څخه د امریکایې پوځیانو د وتلو په درشل کې داسې بریښي چې پاکستان بیا پریکړه کړې چې طالبانو ته دشا له طرفه ګذار ورکړي، او په راتلونکو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ وکړي. پاکستان په طالبانو پدې ورځو کې فشارونه زیات کړي. هر هغه طالب یې یا ووژلو او یا یې زنداني کړ کوم چې د سولې لپاره یې د پاکستان د اجازې پرته غږ پورته کړ. پاکستاني چارواکو په کراتو د قطر په دوحة کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر طیب آغا څخه غوښتنه کړې چې پاکستان ته بیرته ستون شي، او د آی ایس آی د هدایاتو لاندې کار وکړي. د آی ایس آی مشر په قطر کې د طیب آغا سره ولیدل او هغه یې پاکستان ته د بیرته ستنیدو لپاره تشویق کړ. خو طیب آغا بیرته ستون نه شو. طیب آغا یو ځیرک، منځ دریځی او د طالبانو مشر ملا عمر ته نږدې سړی دی. آی ایس آی په کوټه کې د آغا د والدینو په کور باندی ۳ هفتې مخکې حمله وکړه او د هغه دوه وروڼه، یونس آغا او طاهر آغا، یې له ځان سره بندیان ونیول. آی ایس آی د طیب آغا ۹۱ کلن مریض پلار سدوزي آغا ته ۳ ورځې مهالویش وټاکه چې طیب آغا بیرته کور ته راستون کړي، او که نه نو د نوموړي د کورنۍ ټول غړي به د ښځو او ماشومانو په ګډون بندیان کړي. وروسته بیا  آی ایس آی په اسلام اباد کې د طالبانو استازي ته وویل چې دوی د طیب آغا کورنۍ ته ویلي چې هغه پاکستان ته په راتلو مجبوره کړي. چارواکو ګواښ وکړ چې دوی د پاکستان څخه بهر د نوموړي داسې آزاد او د کنترول څخه وتلي فعالیتونه نه شي زغملی. د آغا په قضیه کې پاکستان د مدني ټولنې د ټولو معیارونو، د اسلامي ورورګلوۍ د اصولو خلاف، او د جینوا د ۱۹۵۱ کال د کډواولو له کنوانسیون سره په تناقض کې چلند وکړ، تر څو طالبان په خپله ولکه کې راولي.

داسې معلومات شته چې پاکستان په روانو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کوي. پاکستان کیدای شي نوموړي ته دده د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو د هغه نظریې او درک په خاطر ترجیح ورکړي، چې په افغانستان کې د پښتنو د قدرت څخه د محرومیت په اړه یې درلود. پاکستان کیدای شي بیا د ناکامۍ لاره انتخاب کړي. خو دومره ده چې عبدالله د (هند-ایراني) کمپ طبیعي او نه بیلیدونکی برخه ده، اودا ټاکلې ده چې پاکستان به یو ځل بیا غاړې ته کړای شي. که چیرته د پاکستان تجزیه د (هند-امریکا) په اجنډا او کاري دستور کې شامل وي نو بیا ددې لپاره عبدالله یوه ښه مهره ده. او کیدای شي په هند کې د بي جي پي د ګوند بریا دغه پروسه ګړندۍ کړي.
 
لیکوال: پیټر اینډرسن

ژباړونکی: زمری افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د