شعـــــرونه

سوریه که هدیره

مظلوم کوچي

اسلامي نړۍ دزغم په خوب ویده ده.
په سرو وینو لمبېدلې سوریه ده.

ماشومان په وینو رنګ لکه ګلونه.
دخزان ظالم راغلې پرې څپه ده.

په زرهاؤو انسانان ترخاورو لاندي.
د غوطې له شاره جوړه هدیره ده.

ودان کلي یې بدل په کنډواله کړو.
دبشار وحشیانو کړې پرې حمله ده.

کافران یې جوړوي دمرګ پلانونه
مسلمان په عیاشي باندي اخته ده.

ربه ته شې مددګار د مؤمنانو.
بل غمخورنه لرو تاته مو اسره ده.

د مظلوم له سترګو ځکه څاڅي اوښکي.
د مظلوم ملت پر حال باندي خفه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x