fbpx

يوټيوب ويب سايټ وپېژنئ!

د ۲۰۰۵ زېږديز کال د فبروري په ۱۴ مه نېټه سټيون چېن، چاډ هېرلي، او جاود کريم په رسمي ډول د يوټيوب پاڼه په ليکه کړه.
د یوټیوب مشهوره ويب پاڼه چې بيا له دوی څخه د ګوګل شرکت وپېرله، اوس په نړۍ کې درېيم ويب سايټ دی چې تر ټولو ډېر یې خلک ګوري.
لومړنۍ ويډيو په دې ويب سايټ کې د ۲۰۰۵ زېږدي کال د اپرېل په ۲۳ مه اپلوډ شوه.
اوس مهال يو زر او درې سوه ميليونه کسان يوټيوب کاروي.
په هره يوه دقيقه کې ۳۰۰ ساعته ويډيوګانې يوټيوب ته اپلوډ کېږي.
هره ورځ په منځني ډول په يوټيوب کې ۵ ميليارده ويډيوګانې کتل کېږي.
تقريباً د ۱۰ زرو په حدودو کې د يوټيوب ويډيوګانې له يو ميليارد (زرميليونه) ځلې څخه ډېرې کتل شوې دي.
۸۰ سلنه د يوټيوب ويډيوګانې له امریکا د باندې کتل کېږي.
تقريباً نيمې ويډيوګانې د موبايل له لارې کتل شوې دي.
ګوګل شرکت يوټيوب د ۲۰۰۶ کال د نومبر په مياشت کې وپېره.
ګوګل له يوټيوب څخه ۴ زره ميليونه ډالر کلنی عوايد لري.

نور احمد عایل

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د