شعـــــرونه

غزل / کمال د مینې

طالب الهام

په خندا کې دې پټ حال د مینې پروت دی
خو ستا سترګو کې جنجال د مینې پروت دی

په هجران کې دې ثواب دی نور ېې څه کړې
خو وصال کې دې وبال د مینې پروت دی

زه که څومره د جنون کلا کړم ړنګه
خو ستا زړه ته یو دېوال د مینې پروت دی

زه به تل ومه غلام د ښکلو ښکلو
خو د حسن ېې یو کال د مینې پروت دی

چل د مینې د بدرنګو به هم زده وي
خو بیا ښکلو کې کمال د مینې پروت دی

دا چې جنګ د تورو سترګو دې مشکل دی
نرۍ وروزو کې دې ډال د مینې پروت دی

منم ستړې کړاونه به پکې وي
خو جنت ته یو قتال د مینې پروت دی

خود په زړه به مې تڼاکې ترې جوړیږي
خو په زنه ېې شین خال د مینې پروت دی

لاس نیوی دې کړي مشرک ېې فرض نکړې
خو لاسونو کې دې فال د مینې پروت دی

که طالب الهام د شپو تیارو کې اوسي
خو په زړه کې ېې مشال د مینې پروت دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x