
د قطر امیر: په غوطه کې روانې بمبارۍ د بشريت ضد کړنې دي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۶ل): د قطر امير شيخ تمیم بن حمد آل ثاني وايي، چې د سوريې په غوطه سيمه کې روانې بمبارۍ او جګړې د بشريت ضد کړنې دي او غوښتنه يې کړې، چې نړيوال دې د ملکي خلکو د ژغورنې لپاره جدي او بېړني ګامونه پورته کړي.
شیخ تميم بن حمد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې د ملکي خلکو ژغورل او ملاتړ د نړيوالې ټولنې مسؤوليت دی او په هېڅ بهانه ځان له دې مسؤوليته نشي خلاصولی.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت هم وړمه ورځ په غوطه کې روانې بمبارۍ غندلې وې او د سوريې پر حکومت يې نيوکې کړي، چې د خپلو خلکو پر کورنو او کليو بمبارۍ کوي.
د قطر دولتي خبري اژانس د بهرنيو چارو وزارت له قوله ليکلي و، چې «چې نړيواله ټولنه دې په غوطه کې د روانو بشر ضد کړنو او بمباريو د مخنيوي لپاره لازم ګامونه پورته کړي او د سوريې د ولس پر ضد د روانو ظلمونو مخنیوی دې وکړي.»
قطر ټينګار کوي، چې د سوريې روان بحران د جګړې له لارې نه، بلکې يوازې د سياسي خبرو له لارې حل کېدای شي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا له تېرو څو ورځو راهيسې د غوطې د بمباريو په اړه ناستې وکړې، خو تر اوسه يې کومه پایله نه ده ترلاسه کړې او ټاکل شوې، چې امنيت شورا نن يو ځل بيا په غوطه کې د دېرشو ورځو لپاره د اوربند په اړه رايې واچوي.
امنيت شورا په داسې حال کې په غوطه کې د اوربند لپاره غونډې کوي، چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې روسي او د بشارالاسد د رژيم جنګي الوتکې په دغه سيمه کې يو اړخيزې بمبارۍ کوي، چې شاوخوا پنځه سوه کسان يې وژلي او نږدې دوه زره يې ټپيان کړي دي.
د بشري حقونو نړيواله اداره وايي، چې په غوطه کې درې لکه څلوېښت زره کسان د جګړو له امله بند پاتې دي، اوبو، خوراک، طبي اسانتياوو او نورو اړينو چارو ته لاس رسی نه لري او دغه خلک ټول د اور په جګړه کې کلابند دي.