د نن سرلیکنه

بي ضمیره بشریت !

تقریبا له تیرو دوو اوونیو راهیسي د بشار الاسد ( دولتي ځواکونه) د روسانو په ملا تړد دمشق په ختیځ غوطة الشرقیه ګڼ میشتې سیمې باندې په پرلپسي ډول وحشیانه بمبارونه کوي.

په دې بمبارونو کې تر اوسه پوري د نړيوالو رسنیو په حواله تر ۵۰۰ زیات ولسی کسان چې ډیری یې ماشومان، ښځې او بوډاګان دي په ډیر بیرحمانه ډول وژل په شهادت رسیدلې.

کومې بوږنوونکې صحنې چې نړیوالې تلویزني شبکې یې له دې سیمې څخه خپروي د لیدلو او کتلو نه دي.

د روسي او سوریايي ځواکونو په لاس د بیوزله ماشومانو او ولسي وګړو دغه عام وژنه د پرمختللی بشریت په مخ کې روانه ده ، خو دا چې په هغې کې د دوی کوم سیاسي او تبلیغاتي منفعت نشته نو ټول یې په خورا بي حسي ننداره کوي .
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان، د بشري حقونو مدافعې ټولنې ، عربي ټولنه او د اسلامي سازمان کنفرانس یو یې هم په مقابل کې داسې اقدام نه کوي چې
د دغو مظلومو قربانیانو له غاړي د وحشي قصاب چاړه پورته کړي .

د دې بشري فاجعې په وړاندې ټول خاموش او یواځې د ولسي وګړو د عام وژنې په محکومولو او غندلو خپل مسؤلیت پوره بولي.

دا ټول له دې وجې چې د غوطه الشرقیه اوسیدونکی نه د ختیځ تیمور مسیحیان دي چې امریکایان یې سمدستي داسې مرستي ته را ودانګي چې په یوه میاشت کې ورته مستقل هیواد اعلان کړي او نه هم سوریه د لیبیا په څیر د تیلو سرشاره ذخیرې لري چې امریکا او نړیوالې ټولنې یې د تر لاسه کولو لپاره د قذافي حکومت په ډیر کم وخت کې د پوځي اقدام په ترڅ کې رانسکوراو عملا لاس په کار شول.

څه چې په غوطة الشرقیه کې نن د بیوزله ولسي وګړو خلاف روان دی هغه د ټول بشریت لپاره یو امتحان دی چې د هغوی بشري حس ، بشري خواخوږي او بالآخره بشري ضمیرورکې تر امتحان لاندې نیول شوی .

خو دا چې مونږ وینو چې د دې هرڅه په وړاندې ټولو چوپتیا غوره کړې حتی روسان په غوطة الشرقیه سیمې باندې د هوايي بمبار د توقف د مخنیوي په اړه د ملګرو ملتونو په امنیت شوری کې د ویتو حق کاروي نو سړی کولای شي چې د بیوزله سوریایانو د دغې عام وژنې په اړه د نړیوالو په تیره د نړي د حاکمو چارواکو دغې بي حسي ته د ټول بشریت بي ضمیرتوب ووايي …
وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ ۚ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ (42) ابراهیم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابودجانه افغان

نر او غیرتی مسلمانان شهیدان شول یا بندیان دی خالی میدان ظالمو جابرو کفارو او منافقینو ته ورپاتی دی چی هر څه یی زړه غواړی په مظلو او بی دفاع مسلمانانو یی ترسره کوی. که څوک په الله او رسول باندی ایمان لری او ځان ته مسلمان وایی باید اوس پوه شی او د کفارو له صفونو څحه راووزی د ابدی ژوند او د قیامت د ورځی د حساب ورکولو په فکر کی شی چی ایا ما د یو مسلمان په صفت د اسلام او مسلمانانو لپاره کوم حدمت کړیدی او که ما برعکس د کفر او کفارو لپاره قربانی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x