fekree jang

فکری جګړه/ اتمه برخه

نن سبا لیدل کیږي چې په زرګونه مجلې او په زرګونه اخبارونه او سوونو راډیوګانی او لس ګونه تلویزونونه او داسي نو وسائل د دښمن لخوا د اسلام په خلاف فعالیتونه کوی او هیڅ ستړیاوي نلري او مونږ ورته چپي خولې ناست یو د خپل فکر اصلې منابع ندی راته معلوم ، څلورمه منبع او اصل د اسلامي فکر هغه عهد صحابه دی یعنی د صحابؤو کرامو ژوند او هغوي سیرت او د هغوي د ژوند د مرحلي مشخصات او د هغوي د ژوند د مرحلي کفیت او همدارنګه د هغوی د ژوند سیاسي او اقتصادي اړخونه باید وپيژنو تر څو په هماغه ګاڼه او لباس مونږه هم ځانونه ښائسته کړو.

 

هغه لاره او منهج خپل کړو چې هغوي د دنیا ملتونه ورباندي تسخیره ول چې هغه هدایت او رڼا ده نه وهل او نه ټکول- د رڼا پیغام د ځان سره ډالي وړی ـ هري خواته چې روان زمونږ لښکر وي هغه لښکر له ځان سره د رڼا او هدایت پيغام ویوړ خلک يي نه وهل او نه وژل ، انسانیت ته يي احترام درلوده ،دوه او دري میاشتي به يي تیری شوي نه وی بیا به د هغو خلکو او مسلمانانو تر مينځ هيڅ فرق نه وه او د مسلمانانواخلاقو نه به متأثرشول او د صحابؤو کرامو د طریقو او عاداتو ښکار به شول لباس يي د مسلمانانو شو عقیده به يی اسلامي شوه او د اسلام دین به يي بدون د اکراه قبول کړه او د اسلام په سپیڅلي دین مشرف شول.

نو باید دا درک شي چې صحابؤو کرامو (رض) کې کوم کوم ښیګړی وي او کوم امتیازات پکې وه ، کوم شی د دوي سره وه چې هغوی به دملتونو زړونه راخپلول، د ژوند طریقه يي څه شی وه د خلکو او دنیاوالو سره يي تعامل څه شی وه ؟

لازم ده چې د عهد سلف او خیرالقرون د زماني دخلکو او مسلمانانو د ژوند نقشه له ځان سره ولرو، که دهغوي د ژوند نقشه راته معلومه نوی نو بیا به په بله لار روان یو خپله هم او نور به هم دخپل پله روان کړی وی نو امید دی چې دغه مسائل په غور سره او په حضور قلبي سره ولولو او په دقیقه ډول ورته متوجه شو ځکه چې د صحابؤو کرامو ژوند د مسلمانانو د ژوند معیار دی او د هغوی ایمان د نورو انسانانو د ایمان معیار او اساس دی.

 لکه څرنګه چې اله العالمین  ﷻ  د خپل په تنزل شوی كتاب قرآن کریم کې فرمايي :

” فَإِنْ آمَنُوا بِمِثْلِ مَا آمَنْتُمْ بِهِ فَقَدِ اهْتَدَوْا الآيه”

[سورة البقرة137 ]

نو لازمه ده چې دخپل فکر وپیژنو او د خپل د فکر منابع او هغه څیري او شخصیتونه وپيژنو چې د تاریخ په مختلفو ادوارو کي د اسلامي فکر دفاع کړي ده یوخو منابع شول دویم داچې دغه منابع به دچا د لاس اخلې یعنی د چا نه به زده کوي د چا به منې او د چا به نه منې هغه رهبران، هغه علماء او هغه فکري قیادنونه چې د اسلامی فکر دفاع یي کړي د هغوی د حالت نه باید ځان خبر کړو چې څرنګه هغوی د تاریخ په مختلفو پړاؤنو کي د اسلام نه او د اسلامی فکر نه دفاع کړی د صحابؤو کرامو په زمانه کې څرنګه دفاع کړی ، دتابعینو په زمانه کې څرنګه دفاع کړی ، د عباسی خلافة په زمانه چې د زنادقوؤ تحریکونه د هری خوانه راپور ته شوی وه ،څرنګه دفاع کړي د مسیحیت په مقابل کي يي څرنګه دفاع کړی،د یهودیت په مقابل کې او دهغوي د دسیسو د خنثی کول لپاره يي د کومي لاري کار اخیستی او په نږدی ماضی کې د کمونیزم په مقابل کي یي څرنګه دفاع کړي د نورو واردو شوو نظریاتو او فکري یرغلونو په مقابل کې د اسلام نه څرنګه دفاع کړي روښانه، واضح او سپینه رڼا او ځلیدونکي دین يي خلکوته په مینځ کې ایښي.دغه اشخاص باید وپيژنو چې کله دا اشخاص و پيژنو بیا زمونږ لپاه د وږو او بینوا و لاسونو او سترګو حیث غوره کوي بیا به خود به خود دهغوی په طریقو باندی روان یو او د هغوی پيژندنه زمونږ باعث کیږی چې هغه کارونه وکړو چې هغوي سرته رسولي دي او زمونږ باعث کیږی په درلودلو د همغسی اخلاقو چې هغو درلودل په فکر لحاظ باندي چې د هغوي په وینو کی کوم حرکت وه بیا هماغه حرکت خود به خود په مونږکي  راژوندي کیږی نو د اسلام د مخلصو علماؤ او مفکرینو او د هغه خلکو چې په سمه توګه يي د سپین او راڼه اسلام نه آګاهانه دفاع کړي اود اسلام دښمنانان یي خلکو ته معرفي کړي او خلکو ته يي د فتنې نه د ځان ساتلو طریقي ښودلې د هغوي کتابونه او آثار مطالعه کړو پدي زمانه کې په ډیر کم عمر کې ډیر مشهور شخصیتونه شته چې د اسلام نه يي په ډیر آسانه ډول دفاع کړي او د معاصر جاهلیت يي ډیر ښه مشخص کړی چې معاصر جاهلیت څه شی دی او جاهلیت نښي نښاڼې څه شی دي ډیر په ښه توګه خلکو ته واضح کړی که څو هم جاهلیت په نورو نومونو یادیږی ډیر علماء شته چې دغه عصري جاهلیت يی برملاء او تردید کړي دی.

نور بیا…

لیکوال: مولوی محمد ادریس

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د