
د ديدار بهانه ( نعتيه غزل )
شاعر: نظام کندهاری
خزان جهان ته راغله د بهار زمانه
تورتم يې کړ په وړانګو د رخسار بيګانه
اُحد او ها پر سپين مخ يې پرهر مو دی ياد
دا ځکه يو مدام پر دغه لار نذرانه
د مينې لومړی شرط يې دی إيثار او وفاء
که نه نو څه به غوښتل له انګار پروانه؟
د حشر په لو ورځ به وي شافع د أمت
همدغه ده زمونږ د إفتخار نشانه
په غېږ کې يې دی پروت د قبلتينو إمام
ده ښکلې تر نړۍ د دغه ښار ويرانه
رانجه مې د لېمو وای د قدم خاورې يې
بيا وای د يار د کلي مست خمار ديوانه
هدف به مو نظامه وي وصال د آشنا
کوثر به مو شي هسي د ديدار بهانه
مطلع:
ثابت نشد بوعدهٔ خود يار الغياث