د پائولو کوئیلو دېرش زرینې ویناوې

ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل  

۱ ـــ کله چې یو څوک موږ پرېږدي، نو دلیل یې دا دی، چې ښایي بل څوک راشي.

۲ ـــ ته به یوازې یوځل ژوند وکړې، نو د ځان له پاره ژوند وکړه، مهمه نه ده، چې نور څه فکر کوي.

۳ ـــ خپل وخت په توضیح ورکولو سره بېځایه مه تېروه، خلک یوازې هغه څه اوري، چې غواړي وایې وري.

۴ ـــ مبارز یوازې په خپل ځواک باندې تکیه نه لري، هغه د خپل سیال له ځواک څخه هم ګټه اخلي.

۵ ـــ یوازې یو څه دی، چې خوبونو ته رسېدل ناشونی کوي، هغه هم له ماتې څخه وېره.

۶ ـــ هر برکت، چې نا لیدلی ونیول شي، نو په بلا باندې بدلېږي.

۷ ـــ زه نه یم هڅول شوی، چې د لیکوالۍ مسلک وڅارم، ځکه مور او پلار مې فکر کاوه، چې له لوږې به مړ شم، هغوی داسې فکر کاوه، چې په برازیل کې هېڅوک نه شي کولای، چې د لیکوالۍ له لارې خپله روزي تر لاسه کړي، هغوی په حقه وو.

۸ ـــ د خپلو وېرو په وړاندې مه تسلمېږه، که تسلیم شوې، نو بیا نه شې کولای، چې له خپل زړه سره خبرې وکړې.

۹ ـــ کله چې مینېږو، نو تل هڅه کوو، ترڅو په یوه غوره فرد باندې بدل شو، کله چې هڅه کوو، له هغه فرد څخه چې یاستو غوره فرد شو، نو زموږ شاوخوا هرڅه ښه کېږي.

۱۰ ـــ که چېرې غواړې، چې بریالی شې، نو باید یوه قانون ته درنښت وکړې: هېڅکله ځانته درواغ مه وایه.

۱۱ ـــ که چېرې هره ورځ بلې ته ورته ووینې، نو ښایي خپل لید له لاسه ورکړې. هره ورځ له بلې سره توپیر لري، هره ورځ له ځان سره ځانګړې معجزه لري، یوازې باید دې معجزې ته پام وکړې.

۱۲ ـــ د ژوند راز دادی، چې اووه ځله په ځمکه را وغورځېږې او اته ځله بېرته پورته شې.

۱۳ ـــ کله چې یو څه ته د رسېدلو په هڅه کې یې، نو ټوله نړۍ یو بل ته لاس ورکوي، ترڅو هغه څیز تر لاسه کړې.

۱۴ ـــ ډېری خلک د نوي کال د را رسېدو په تمه دي، ترڅو یو ځل بیا په زړو عادتونو بوخت شي.

۱۵ ـــ د مین اوسېدلو له پاره، هېڅ دلیل ته اړتیا نه لیدل کېږي.

۱۶ ـــ هرڅومره، چې توپان سخت او شدید وي، ډېر ژر پای ته رسېږي.

۱۷ ـــ کله چې د هغه کار په اړه لېوالتیا ولرې، کوم چې ترسره کوې یې، نو مثبته انرژي احساسوې. په همدې آسانۍ سره.

۱۸ ـــ کښتۍ په ساحل کې ډېره خوندي ده، خو د دې له پاره نه ده جوړه شوې.

۱۹ ـــ اړینه نه ده، چې سړی له غره څخه لوړ لاړ شي، ترڅو وپوهېږي، چې لوړ دی.

۲۰ ـــ که چېرې د نورو په نسبت زغم ولرو، نو د خپلو غلطیو منل به مو ډېر آسانه شي.

۲۱ـــ  په خپلو استعدادونو او محدودیتونو باندې د پوهېدو له پاره، له تاسو څخه بل هېڅوک مناسب نه دی.

۲۲ ـــ د له لاسه ورکولو له وېرې څخه مو، څه څه څیزونه له لاسه ورکړل.

۲۳ ـــ ډېری وخت موږ خپله، خپل استعدادونه وژنو، ځکه چې نه پوهېږو له هغو سره څه وکړو.

۲۴ ـــ مهمه دا نه ده، چې څومره ژوند کوو، بلکې مهمه داده، چې څنګه ژوند کوو.

۲۵ ـــ مینه هغه څیز دی، چې د نړۍ روح بدلون او بشپړتیا ( تکامل ) ته اړ کوي.

۲۶ ـــ سترګې د روح ځواک ښکاره کوي.

۲۷ ـــ د کاروان له پاره لوړې او ژورې ارزښت نه لري، ځکه چې موخه تل ثابته ده.

۲۸ ـــ که چېرې موږ ښه شو، نو هغه ځمکه به هم ډېره ښه شي، په کومې باندې چې موږ ژوند کوو، ډېره بده به شي، که موږ بد شو.

۲۹ ـــ یوازې خپله پوهېږې، چې کوم کوم څیزونه درته ښه او غوره دي.

۳۰ ـــ کله چې په خپل ژوند کې کوم مهم څیز تر لاسه کوې، نو اړینه نه ده، چې ګمان وکړې باید له بل هر څیز څخه لاس واخلې.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د