barack-obama-hands-up

د افغانستان په اړه د امریکا نوی پالیسي، اوباما لاسونه پورته کړل‎

د امریکا کبر نسکور شو، د تیری لسیزی د جنګ، ظلم او استبداد پالیسي یی ناکامه او بی نتیجی شوه . بش د جنګ په شعار باندی دوه دوری حکومت وکړ خو د ۲۰۰۸کال په ټاکنو کی بیا امریکایی ولس جنګ ته رایه ورنکړه او اوباما د بدلون تر شعار لاندی ټاکنی وګټلی ، په اوله دوره کی یی د عراق جنګ پای ته ورسوی او د بلی دورې حکومت چانس یې په افغانستان کې د جکړې پاي ته رسولو تر شعار لاندي تر لاسه کړ.

 تیره ورځ اوباما په نیویارک کې امریکایی نظامي اکاډیمي ته د وینا پر مهال د افغانستان په اړه خپله نوې پالیسي او د افغانستان څخه د وتلو پلان اعلان کړ ، د اوباما پدې وینا کې د ځینو اعلاناتو څخه دا معلومه شوه چې امریکایان څومره د افغانستان له جګړې څخه ستومانه او مایوسه شوي په بل تعبیر سره اوباما د افغانستان په اړه نوې پالیسي نه بلکه افغانستان ته لاسونه پورته کړل او د افغانانو مبارزې او جهاد ته تسلیم شو، اوباما وویل
چې د هغه یوې لسیزي د ستراتیژي پاڼه اړه وو چې زمونږ ترکیز به پر جنګ وو.

ددې کال تر پایه به په افغانستان کې د امریکایانو تر ټولو اوږده جګړه عملاً پای ته ورسي.

د ۲۰۱۴ نه وروسته به زمونږ ۹۸۰۰ پوځیان په افغانستان کې پاتي کیږي چې تدريجاً  د ۲۰۱۶ کال تر پایه به  یې شمیر سلو ته او حضور به یی د سفارت تر سطح پوری شي .

افغانستان اوس هم په بشپړ ډول پر امنه او با ثباته نه دي خو دا د امریکا ذمه واري نده چی سم یی کړي بلکه افغانان دي خپله د خپل ملک سرنوشت وټاکي .

د ۲۰۱۴ نه وروسته به افغان ځواکونه په بشپړه توګه د خپل هیواد امنیت ساتي مونږ نور د افغانستان په کلیو او بانډو کې ګزمې نشو کولی.

امریکایانو دا زده کړه چې د جنګ شروع کول آسانه او پاي ته رسول یې ډیر مشکل دي .

مونږ دا هم وښوده چې په یو ویشتمه پیړۍ کې جګړه د مراسمو په ترسره کولو نه بلکه د دښمن په ځپلو سره پاي ته رسي.

د اوباما د پورتنیو څرګندونو څخه څو واقعیتونه په ډاګه کیږي:

۱. امریکا په افغانستان کې له ماتي سره مخ ده او ان شاء الله داسي فاحشه ماتې به یې په برخه شي چې د هر چند کوشش باوجود به یې هم نشي پټولی او علامات یې د اوباما د وروستیو څرکندونو څخه څرګند شو .

۲. د امریکا نوې پالیسي او د اوباما څرګندونو دا هم ثابته کړه چې امریکا نه د افغانانو په بلنه دلته راغلې وه او نه یې په جواب له دې ځاي څخه ځي، په اوسني پروګرام کې هغه د لویي جرګې فیصلې او سفارشات څومره په نظر کې نیول شوي؟ دا هم مونږ او تاسي ولیدل .

۳. اوباما وایي چې مونږ جنګ د مراسمو په ترڅ کې نه بلکې ددښمن په ځپلو سره پاي ته رسوو ددې مطلب خو دا دی چې مقابل لوري جنګ ته ادامه ورکړې یعني طالبانو هم ددوي تر اخیري انخلا پوري جنګ ته ادامه ورکوي او ورکړي یې ده، دلته خو اوباما د طالبانو په حق کې نا دانسته شاهدي ورکړه چې دوي امریکا ته په هیڅ صورت سر ټیټ نکړ او نه یې هم په خپل جهاد باندي کومه معامله وکړه چی زما په نظر دا د دوي لپاره یو ویاړ دی.

۴. د اوباما د څرګندونو څخه دا هم معلومیږي چې دوي یو وار بیا افغانستان داسي حالت ته راولي چې په کورنیو جګړو کې ښکیل شي او دوي یې نندارې ته کیني. چې ددې کار امکان د ۲۰۱۶ کال تر پوره انخلا نه وروسته ډیر دی.

زه وایم چې دا ځل باید افغانان دا میړانه په خپله وکړي چې دا هیواد د خپلمنځي جګړو څخه وژغوري، اجازه ورنکړي چې زمونږ دښمنان یو ځل بیا زمونږ هیواد تنور وګرځوي او دوي خپلي ډوډۍ پکي پخې کړي ، خو دا کار هلته امکان لري چې د مقابل لوري افغاني ډلي او تنظیمونه دا درک کړي چې پردی کټ تر نیمو شپو دی، د خارجیانو پر مټ حکومت جوړول او ځانونه ساتل به همداسی نیمګړی کټ وي لکه چې دوي امریکایانو داسي په نیمه لار او نیمګړي پریښودل، دوي ته پکار ده چې د خپلو اعمالو څخه تایب او موجوده لاره پریږدي هغه لار خپله کړي چې د افغانانو د یووالي او نیکمرغي سبب ګرځي ، طالبانو ته هم پکار ده چې دوي د جهاد او د اشغالګرانو سره د مقابلې ویاړ همداسی ویاړ وساتي د مقابل لوري افغانانو سره د شفقت او درګذر لار ونیسي ، د بین الافغاني تفاهم او د یووالي په لور داسی قدم پورته کړي چې په افغانستان کې د پایدار صلح ، امن او اسلامي نظام سبب وګرځي، او ددي لپاره دغه دوه کاله چانس دواړه لوري لري چې لازم تفاهمات یو بل سره وکړي که تر دې واوښته بیا به څوک موږ ته دا موقع رانکړي چې پدې باب پیشرفت وکړو .

لیکوال: ابو حدیر

کالم: توره لیکل کوي – نن ټکی آسیا

ایمیل:abuhudair2@gmail.com

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.