امنيت شورا له جنجالي بحثونو وروسته سوريه کې په اوربند هوکړه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۶ل): د ملګرو ملتونو امنيت شورا د سوريې په غوطه سيمه کې د روانو بمباريو او ځمکني عملياتو په اړه د کويت او سويډن په غوښتنه له جنجالي بحثونو وروسته د دېرشو ورځو لپاره په اوربند هوکړه کړې ده.

په امنيت شورا کې د کويټي پلاوي مشر په نيويارک کې رسنيو ته ويلي، چې په غوطه کې د روانو بمباريو او جګړو د اوربند وړانديز د پنځلسو رايو په تاييد کولو منل شوی، سره له دې، چې د روسيې استازي پر دغې پرېکړې نيوکې هم درلودې.

د امنيت شورا په پرېکړه ليک کې راغلي،چې په غوطه کې دې روانې بمبارۍ او عمليات د دېرشو ورځو لپاره سمدستي ودرول شي او له ټولو اړخونو يې غوښتي، چې غوطې سيمې ته تللې لارې پرانيزي او د بشري مرستو په رسولو کې هم خپلې هڅې وکړي.

د امنيت شورا په پرېکړه ليک کې دا هم راغلي، چې د غوطې سربېره له ټولو سيمو دې کلابندي لرې شي، چې له ۲۰۱۳ م کال راهيسې د بشارالاسد رژيم له لوري محاصره دي.

په امنيت شورا د سويډن استازي له رايې اچولو وړاندې وويل، چې امنيت شورا دې په ټوليزه توګه خپل مسؤوليت ادا کړي او زياته يې کړه، چې د دې اوربند او هوکړې يوازنۍ موخه د بشريت مرسته ده او بايد په سوريه کې ټولې محاصره شوې سيمې بېرته ازادې شي.

راپورونه وايي، چې د امنيت شورا غړو هېوادونو د څوارلسو رايو په ورکولو په سوريه کې د اوربند ملاتړ وکړ او د روسيې د نيوکو سربېره هم له دوو ساعتونو ځنډ وروسته دغه پرېکړه ليک ومنل شو.

په ملګرو ملتونو کې د الجزيرې خبريال مراد هاشم وايي، چې د امنيت شورا غړو هېوادونو استازو له مخکې چمتووالی نیولی و، چې د غوطې په اړه به د اوربند په ملاتړ رايه ورکوي او دا فکر يې هم کړی و،که روسيه د ويټو حق وکاروي، دوی بايد بيا څه وکړي.

امنيت شورا له تېرو پنځو ورځو راهیسې د غوطې جګړې د اوربند په اړه ناستې درلودې، خو له څو ځله ناستو وروسته تېره شپه په سوريه کې د اوربند په اړه سلا شوي او د روسيې د نيوکو سربېره يې د يوې مياشتې لپاره د اوربند پرېکړه کړې، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دا هوکړه به څومره په عملي توګه کاميابه شي.

امنيت شورا په داسې حال کې په غوطه کې د اوربند لپاره غونډې کړې، چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې روسي  او د بشارالاسد د رژيم جنګي الوتکې په دغه سيمه کې يو اړخيزې بمبارۍ کوي، چې شاوخوا پنځه سوه کسان يې وژلي او نږدې دوه زره يې ټپيان کړي دي.

د بشري حقونو نړيواله اداره وايي، چې په غوطه کې درې لکه څلوېښت زره کسان د جګړو له امله بند پاتې دي، اوبو، خوراک، طبي اسانتياوو او نورو اړينو چارو ته لاس رسی نه لري او دغه خلک ټول د اور په جګړه کې کلابند دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د