افغانستان

اجراییه مشر نن سویس ته ځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۶ل): د ملي یووالي حکومت اجراییوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن د ملګرو ملتونو د سازمان اړوند یوه غونډه کې د ګډون په موخه سویس ته ځي.

د اجراییه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د سویس غونډه د پرسونل ضد ماینونو د ګټې د مخنیوي نړیواله غونډه ده، چې د ملي یووالي حکومت په استازیتوب پکې اجراییوي رییس ګډون کوي.

د اجراییه ریاست ویاند جاوېد فیصل وايي، په دغه غونډه کې به اجراییوي مشر د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له لوی کمېشنر زید رعدالحسین او یو شمېر نورو چارواکو سره هم وګوري.

د ژنیو د پرسونل ضد ماینونو د مخنیوي غونډه داسې مهال جوړېږي، چې افغانستان لا هم د ښخ شویو ماینونو له امله د نړۍ خطرناک هېواد دی، چې هر سلګونه تنه د ماینونو له امله مري او یا ټپیان کېږي.

دوې اوونۍ وړاندې په هرات کې د ماین پاکۍ یوې موسسې ویلي وو، چې د هرات ډېرې برخې یې له ماینونو پاکې کړي؛ خو لا هم په دغه ولایت کې د ماینونو خطر پای ته نه دی رسېدلی.

د ژنیو غونډه د پرسونل ضد ماینونو د مخنیوي اړوند غونډه ده، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو استازي پکې ګډون کوي.

ملګري ملتونه وايي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې لږترلږه ۱۰ زره وګړي په افغانستان کې وژل شوي او زخیمان شوي دي.

یوناما د روانې میاشتې په نیمايي کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې اړوند راپور کې ویلي وو، چې تېر ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې لسو زرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې د ځمکنیو ماینونو سلنه لا هم پکې پورته ده.

په افغانستان کې اوس مهال د ماین پاکۍ لسګونه موسسې فعاله دي؛ خو افغانستان لا هم د ښخ شویو ماینونو څخه پاک شوی نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

د نړېوالو ځواکونو دې بېخ او بنياد ووځي چې يوازې 2017 م زېږدي کې لس زره افغانان شهيدان شوي او دوى يوازې احسايې خپروي خو اقدامات نه کوي. دوى د سر کوزو بچيان بايد داسې د هراړخ له فشار سره په نيوکو مخامخ شي لکه عراق کې چې بلاخره د عراق باندې حمله او جګړه يې ناروا او بې انصافه وګڼله. افغانستان کې دا 18 يا19 کاله جګړه دوام لري، يوازې د مرګونو وژلو بمباريو له کبله مرګژوبلو خبرونه خپاره کېږي، بايد دغو غونډو او رسمي دفاترو مخې سره سمدم په چيغو چيغو لاريونونه وشي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x