fbpx
Grashk10

هلمند: سرتېري برید ګڼ پولیس وژلي دي

طالبان وايي چې نن مازیګر څلوربجې يې د هملند د ګرشک په مربوطاتو کې په یوه سرتيري بريد کې ګڼ شمېرپولیس وژلي دي.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي، چې د دوی یو تن کندهاري ملګري محمد رمضان حنظله، په سرتيري برید کې د د ګرشک د حیدراباد په سیمه کې سنګین ته په غزېدلي سړک د نظم عامه مهمه پوسته له منځه وړې ده.

خبرپاڼه لیکي: «برید د کرولاموټرپه مټ چې په زیاته پیمانه قوي منفجره موادپکې ځای په ځای شوي ؤ ترسره شو چې له امله یې پوسته په بشپړه توګه ویجاړه اوپکې میشت 22 تنه اجیرپولیس ځای په ځای قتل اوګڼ شمېرنورسخت ژوبل شول.»

دوی وايي چې دغه پوسته د سنګين په سړک د حاجي تور اکا پمپ ته څېرمه وه.

تر دې وړاندې هم په یوه سرتيري برید کې د کندهار د اتمي حوزې امر جاجو په یوه سرتيري برید کې ووژل شو، چې د سيمي د خلکو له خولې دوی يې له شره خلاص شول.

دا په داسې حال کې دی، چې را روانو دویم وار ټاکنوته یواځې دوه اوونۍ پاتې دي، او افغان امنيتي مسوولین د پوره امنیت راپورونه ورکوي.

یاده دې وي چې طالبانو د خیبر عملیاتو په ترڅ کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې تراوسه پورې لسګونه پوستې له منځه وړې دي، چې تېره ورځ يې د پکتیکا د چهاربران ولسوالي د سپینه په کلي کې د اربکیانو یوه مهمه پوسته هم له منځه وړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د