افغانستان

کابل: وسله والو د اجراییه ریاست سلاکار او د جمعیت غړی وژلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۶کب، ۱۳۹۶ل): د کابل ښار په اوولسمه امنیتي حوزه کې ناپېژاندو وسله والو د اجراییه ریاست سلاکار او د جمعیت اسلامي غړی وژلی دی.

د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، رفیع الله ګل افغان تېر ماښام د یادې حوزې په خیرخانه کوتل کې وژل شوی دی.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، دوی تر اوسه په دې اړه څوک نه دي نیولي او نه هم له بشپړو جزییاتو خبر دي.

رفیع الله ګل افغان چې د سناتورۍ دوره يې هم تېره کړې وه، اوسمهال له اجراییه رییس سره د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله.

په بلخ کې جنجالي واکمن او د جمعیت اسلامي ګوند اجراییه مشر عطامحمد نور د نوموړي پر وژنه خواشيني ښوودلې او هغه يې «وطندوست او مبارز» شخص یاد کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x