افغانستان

ناټو: د افغانستان امنیت د اروپا خوندیتوب دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۶کب، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندې د جګړې شریکو ځينو هېوادونو استازیو په کابل کې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې چې په اروپا کې د ناټو عمومي قومندان جنرال کورټیس سکاپروټي، د جرمني، ترکيې، ایټالیا او امریکا سفیران هم حاضر و، جنرال نیکولسن د افغانستان امنیت د اروپا د امنیت پر مانا وباله.

نیکولسن خپل پخواني ګواښونه بیا تکرار کړل او پر طالبانو يې غږ وکړ، چې بریالي به نه شي.

سره له دې چې په هېواد کې جګړې زور اخیستی، هغه وویل د ناټو ټول غړي هېوادونه په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې کوي.

نېکولسن وویل، «د افغانستان خوندي ساتل په اصل کې د اروپا خوندي ساتل دي.»

نوموړي په دې غونډه کې د طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې د افغان چارواکو په څېر پخوانۍ څرګندونې تکرار کړې، چې طالبانو د مخامخ جګړې وس له لاسه ورکړی.

نېکولسن وړمه ورځ د اته سوه ځانګړو امريکايي سلاکارانو د راتګ په تړاو وویل، چې جګړه به زور واخلي او له طالبانو باید تر واک لاندې خاوره بېرته ونیول شي.

په افغانستان کې د بهرنیانو دغه عمومي قومندان په داسې حال کې د دې هېواد د خوندیتوب څرګندونې کوي چې عملاً د امریکا جګړه ییزه ستراتېژي ګام پر ګام تطبیقېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x