افغانستان

امریکا: د طالبانو پر وړاندې زموږ د مذاکراتو دروازې خلاصې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۶کب، ۱۳۹۶ل): د ټرمپ د وچ انکار پر خلاف په جنوبي او مرکزي اسیا کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وايي، د طالبانو پر وړاندې د خبرو اترو دروازې خلاصې دي.

الیس ویلز، د افغان چارواکو په څېر د سولې د پیل د مذاکراتو لپاره هغه شرطونه وړاندې کړي، چې سیاسي مبصرين يې د مقابل لوري په تسلیمي تعبیروي.

هغې امریکا غږ ته ويلي «هغه شمیر طالبان چې تیار دي له تاوتریخوالي لاس واخلي، له ترهگرو سره اړیکې وشلوي او د افغانستان اساسي قانون ومني» په مذاکراتو کې برخه اخیستلی شي.

تر دې وړاندې د امریکا جمهو رییس ډونالډ ټرمپ په کابل کې د طالبانو له بریدونو وروسته وویل، چې له طالبانو سره خبرې نه غواړي.

دغه امریکايي ډیپلوماټه وروسته له هغه دا څرګندونه کوي چې طالبانو امریکا کانګریس او ولس ته په یوه اوږده لیک کې د جګړې د ختمولو مشوره ورکړه.

طالبانو په دې لیک کې د امریکا پر سناتوران او ولس غږ وکړ، چې چارواکي يې د جګړې په اړه ناسم معلومات ورکوي، دا به يې په ګټه وي چې دلته د جګړې د اوږدېدو پر ځای يې د ختمولو اړه ګامونه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x