افغانستان

مسیر: حکومت له ټاپي پروژې سیاسي ګټه اخلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۶کب، ۱۳۹۶ل): ټاپي پروژه، چې په هرات کې له پرانیستې وروسته يې موضوع د رسنیو د سر ټکی ګرځېدلی، مسیر ورځپاڼه يې په اړه تازه مطلب لیکي.

دې خپلواکې ورځپاڼې د نننۍ ګڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې حکومت له دې پروژې سیاسي ګټه اخلي او غواړي خپله ناکامي پرې پټه کړي.

ورځپاڼې دا ملي پروژه یاده کړې چې « له اقتصادي، امنیتي او سیاسي اړخه افغانستان ته ستره ګټه لري.»

سرچينې پر دې افسوس ښکاره کړی چې حکومت له همدې پروژې په ګټه غواړي خپلې ناکامۍ پټې کړې.

«له بده مرغه حکومتي چارواکي د بلې هرې پروژې په شان له دې پروژې هم سیاسي ګټه اخلي او هڅه کوي چې هر څه خپله لاسته راوړنه وګڼي. دوی غواړي په دې کې خپله ناکامي پټه کړي. که دا پروژه عملي شي، له شک پرته د حکومت لاسته راوړنه ده او خلک به حکومتي چارواکو ته د دې کرېډېټ ورکړي. اوس چې حکومت په دې چاره کې هېڅ هم نه دي کړي، نو د څه شي کرېډېټ اخلي!؟»

ورځپاڼه وړاندې لیکي: «د افغانستان په خاوره کې کار بشپړ شي یا لږ تر لږه یو څه پرمختګ وشي، بیا د حکومت لاسته راوړنه ورته ویلی شو. بیا چارواکي حق لري چې د بریا ادعا وکړي او له خلکو وغواړي چې بیا رایه ورکړي.»

دغه پروژه د چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې د وخت د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل د خبرو په پيل اساس کېښود، پخواني ولسمشر حامد کرزي پکې برخه واخیسته او اوس دا پروژه عملاً پیل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x