
د امریکا نظامي لګښتونه به ۱۳ سلنه لوړ شي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۶کب، ۱۳۹۶ل): امریکايي رسنۍ وايي راتلونکي میلادي کال کې به د امریکا نظامي لګښتونه ۱۳ سلنه لوړ شي.
هشت صبح، ورځپاڼه د امریکايي سرچینو په حواله وايي چې ډونالډ ټرمپ غواړي د امریکا دفاعي بودجه ۷۱۶ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.
د سرچينې په وینا د امریکا اوسنۍ نظامي بودجه هم د اتو لویو هېوادونو د نظامي بودجې د مجموعي په اندازه ده.
د امریکا دفاع وزیر اوسنۍ نظامي بودجه هم مناسبه بولي او وايي چې باید ویاړ يې ډونالډ ټرمپ ته منسوب شي.
ویل کېږي د نوې بودجې له جملې به ۷۰ میلیونه ډالر یوازې د امریکا د سمندري ځواکونو روزنې ته وقف شي.
د سرچينې په وینا امریکا هوډ لري چې په امنیتي لیکو کې ۱۶۴۰۰ تنه نور هم اضافه کړي.
امریکا له خپلو اروپايي متحدینو سره د روسيې د ممکنه خطر پر وړاندې هم ۶،۳ میلیارده ډالره بودجه ځانګړې کړې ده.
یاده دې وي د ډونالډ ټرمپ له لوري په افغانستان کې د جګړې دوام د امریکا د کانګریس ځينو غړو او امريکايي ولس له لوري پرلپسې غندل شوی دی.