افغانستان

سیاسي ګوندونه: حکومت باید پر خپل وخت ټاکنې وکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۶کب، ۱۳۹۶ل): د ګڼو سیاسي ګوندونو مشرانو نن په یوه خبري ناسته کې پر حکومت غږ وکړ، چې ټاکنې باید پر خپل وخت ترسره او دوی ته پکې سهم ورکړل شي.

د حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، جنبش اسلامي، وحدت اسلامي مردم افغانستان، وحدت اسلامي، د افغانستان نوې ملي جبهې، حق او عدالت ګوند او نورو ګوندونو مشرانو په خبري ناسته کې په ملي شورا کې د غوښنې برخې غوښتونکي شول.

دوی ټنیګار وکړ، چې په راروانو ټاکنو کې باید ګوندونه ناپامه ونه نیول شي.

که څه هم د ټاکنو دقیقه نېټه د راتلونکې لمریز کال د چنګاښ ۱۶مه ټاکل شوې، خو ځينې شنونکي پر دې باور دي چې حکومت د ټاکنو هوډ نه لري.

دوی د ټاکنیزو کمیسیونونو وضعیت د دې وړ نه بولي، چې په دومره لنډه موده کې دې د ټاکنو د ترسره کولو توان ولري.

په ورته وخت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون هم ګونګې څرګندونې کوي.

د دې کمیسیون نور غړي او حکومتي چارواکي ټينګار کوي چې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره شي، خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر له ټاکل کېدو څو ورځې وروسته وویل چې ممکن ټاکنې تر ټاکل شوې نېټې شاته شي.

ګلاجان بدیع وايي چې د ځینو اداري ستونزو او ځينو غړو ناوخته ټاکل کېدل ښايي ټاکنې یو څه ځنډوي.

په ورته وخت کې مسیر ورځپاڼې پخپله یوه مقاله کې ویلي و، چې حکومت د ملي شورا ټاکنې نه ترسره کوي او له هغه وروسته د ولسمشریزو ټاکنو نیت هم نه لري.

امریکایان غواړي د «قیادي شورا» په جوړولو سره روان حکومت ته له ټاکنو پرته پنځه کاله نور وخت ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x