
پکتیکا کې چاودنې ۱۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۶کب، ۱۳۹۶ل): د پکتیکا ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د موټر سایکل بم چاودنې له امله ۴ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
ځايي خلکو رسنیو ته ویلي، چاودنه نن سهار لس بجې وشوه او مړه او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.
خو د یحیی خېلو امنیه قومندان محمد رضا پاچا ویلي، چاودنه د دې ولسوالۍ په بازار کې شوې ده، چې یو پولیس پکې وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د پاچا په خبره، د چاودنې له امله د بازار هټۍ هم نړېدلي او درې موټرونو اور اخیستی و او له منځه تللي.
یاده دې، درې کاله وړاندې هم د یادې ولسوالۍ په والیبال میدان کې د چاودنې له امله له سلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د پکتیکا د نننۍ چاودنې مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی.