حضرت با يزيد، ژباړه: محیب رحمتي

ژباړه :: محيب رحمتي

حضرت بايزيد بسطامي د الله تعالى ولي و، ده د خپلي مور خدمت تر ټولو لوى عبادت او د دې رضا د دنيا تر ټولو لوى نعمت باله، يوه شپه يې مور اوبه ترې وغوښتې،حضرت بايزيد پياله واخيسته په اوبو پسي لاړ،  منګى يې وكوت چي خالي  دى، په كوم بل لوښي كي هم اوبه نه وې، په اوبو پسي  د رياب  ته لاړ،  په دې شپه كي سخت يخ و، كله چي يې له درياب څخه راوړې مور يې ويده سوې وه،

حضرت بايزيد پياله په لاس د مور ښۍ خوا ته ودرېد،د يخ له امله ډېر په تكليف و، خو د تكليف كومه پروا يې ونه كړه، پټه خوله ولاړ و، څه موده وروسته يې مور ويښه سوه، ګوري چي حضرت بايزيد له پيالې سره ورته ولاړ دى، مور يې پورته سوه اوبه يې وڅښلې او وې ويل :

– زويه! تا ولي دونه تكليف وكړ،اوبه به دي زما له څنګ سره ايښې واى، كله چي راپورته سوې واى، خپله به مي څښلې واى .

حضرت بايزيد ورته و ويل  :

– تا له ما څخه اوبه غوښتې وې، له ما سره د دې خبري وېره وه، داسي نه چي ته راكېنې ا و زه ستا مخي ته نه يم .

مور چي يې دا واورېدل ډېره خوشحاله ، دعا يې ورته وكړه.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.