نظــر

افغان ټولټاکنې: شاتګ غواړئ که پرمختګ؟

لړ لیک

پېلیزه   

مهالنۍ اداره او د افغانستان راتلونکی   

۱. د کرزي صاحب سمبولیک ډوله ولسمشري   
۲. په میراثي او سمتي ډول د لوړ رتبه مامورینو ګومارل..   

۳. کار اهل کار ته نه سپارل  
۴. ځان، سمت او ګوندپالنه 
۵. بهرنۍ باداري   

غير افغان هڅې او د افغانستان خاموش اکثریت   

د افغانستان ټولټاکنې   

د ټولټاکنو دوهم پړاو   

د بدلون او دوام ټیم او د مخالفینو بې اساسه تورونه   

د پاي ټکي

لیکوال: حسن افغان

پیلیزه

د څو لسیزو ناخوالو، کړاوونو او بدبختیو څخه وروسته، لله الحمد، افغان دولت اوس پدې توانیدلی دی چې مهالنی سیاسي ځواک په ډیموکراتیک ډول یعنی د ولس په خوښه نوي ټیم ته وسپاري. که څه اوس هم په هیواد کې ګڼ شمیر سیاسي، ټولنیز، اقتصادي،  کلتوري، توکمیزي، او ژبنیزې ستونزې شته خو د دې وار رارسیدلی چې افغانان دې خپل راتلونکی پخپله وټاکي ځکه افغانستان د افغانانو دی او افغانان به د دې خاورې راتلونکې ټاکي. د لومړي دور او اوس د دوهم دور ټولټاکنو په هکله بېلابېل ډول ګنګوسې تر غوږونو کیږي، مختلف ډول تورونه په یو ټیم او یا هم بل لګول کیږي، چې د یو افغان په صفت زه اړینه بولم خپل نظر په پوره تفصیل د خپلو وطنوالو سره شریک کړم.

مهالنۍ اداره او د افغانستان راتلونکی

د افغانستان مهالنۍ اداره د معلومو نیمګړتیاو او ستونزو سره سره پدې وتوانېده چې د راتلونکي حکومت د ټاکلو لپاره څه نا څه د ټاکنو زمینه برابره کړي چې زه یې دا کار ښه لاسته راوړنه بولم. که څه هم د ښاغلي حامد کرزي د ادارې د نیمګړتیا لاملونه به زیات وي خو د بیلګې او یادښت په توګه ترې یو څو په لاندې ډول ذکر کوم:

۱. د کرزي صاحب سمبولیک ډوله ولسمشري: که څه هم ځینې وروڼه به زما له نظر سره همنظره نه وي، خو د ښاغلي کرزي د لسو کلونو حکومت واګې تر ډیره بریده د شمالي ټلوالې “پاک لمنو”, “خواخوږو” او “مجاهد صاحبانو” سره وې. د استاد یون خبره پوزیشن و اپوزیشن از خود شان است-هم یې کرل او هم یې ریبل، چې دا د نظام د اصولو سره مخالف فعل ؤ او باید یې مخنیوی شوی وې خو داسې و نه شوه.

۲. په میراثي او سمتي ډول د لوړ رتبه مامورینو ګومارل: داسې برېښي چې د کرزي صاحب په نظر پوستونه میراثي دي ځکه نو باید له پلار څخه ځوی ته او د مشر څخه همنظره کشر ته وسپارل شي. د استاد برهان الدین رباني له مرګ څخه وروسته د سولې شورا مشري د هغه ځوي ته سپارل او د مارشال قسیم فهیم له مرګ څخه وروسته د هغه د ځاي ناستي په توګه د یونس قانوني ټاکل یې تازه بیلګې دي.

۳. کار اهل کار ته نه سپارل: ګڼ شمیر لوړ رتبه حکومتي چارواکي د ګومارل شوی دندې وړ نه دي. د ګومارلو معیار یې یا قومي رسوخ، مقاومت، زور او مادیات دي، نه علمي تخصص او تجربه، چې ښې بیلګې یې د مزار معلم عطا محمد نور، جنرال صاحب محمدي، شېرزی او داسې په لسګونو نور دي، سره لدې چې په هیواد کې ډیر کدرونه او وړ خلک شته دی خو له بده مرغه هغوي په پورته ذکر شوو “معیارونو” پوره نه بلل کیږي.

۴. ځان، سمت او ګوندپالنه: دا د مهالني حکومت بل صفت دې چې ډیر شمیر چارواکي ترې “برخورداره” دي. پر ځاي د دې چې هیواد پالنه وکړي، دوي ځان، سمت او ګوندپالنه کوي چې د بیلګې په ډول یې یو ځل بیا معلم صاحب د یادولو وړ دې چا چې د بلخ د ولایت پر مهال د خپل زور په مرسته څومره جایداد او شتمني خپله کړې ده. هغه لست چې د معلم صاحب په زور اخیستل شوې شتمني پکې ذکر شوې څه موده مخکې د میډیا له خوا خپور شو. ورسره د بهرنیو چارو پخواني وزیر سپنتا او اوسنې وزیر پخوانې مقبل او اوسنې عثماني، د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین یې ښې بیلګې دي چې ځان، سمت او ژبې ته یې د هیواد پر پرتله څومره کار کړی دی او څومره ورته ژمن دي.
۵

. بهرنۍ باداري: بهرنۍ باداري او غلامي یو بل صفت دی چې، له بده مرغه، ګڼ شمېر چارواکي پرې اخته دي. ځینې یې په مستقیم او ځینې نور یې په غیر مستقیم ډول د بهرنیو غلامي کوي. د هغوي ژبې، کلتور، او په سیمه کې د هغوي سیاسې نفوذ ته کار کوي. له بده مرغه په دې کټګوري کې مخدوم صاحب بیا د یادونې وړ ده چې د هیواد رسنۍ د چا ژبې او کلتور ته کار کوي. ستره محکمه مو په دادګاه کل، لویه څارنوالي مو په دادستان کل، ولایت مو په ستان، محصل مو په دانشجوي، پوهنځی په دانشکده او خبرپاڼه مو په آګاه نامه او داسې نورې ډیرې ملي اصطلاحات په پردۍ ایراني ژبه بدل شول. په انځوریزو رسنیو کې د هند، ترکيې، ایران، امریکا، انګلستان او پاکستان سیریالونه  له هر ډول ډار او اسلامي ملي احساس څخه پرته د هر افغان کورنۍ ته رسول کیږي، که ورته بدیل نه لرو نو دومره اړتیا ورته هم نه لرو چې پردې سیریالونه دې ژباړل کیږي او په تلویزونونو کې دې دا غیر اخلاقي او غیر اسلامي سیریالونه چلیږي. د هندي او ترکي سیریالونو قیمت په ټولنه کې د افغاني کلتور او عنعناتو له منځه وړل دي چې مونږ ټول یې په خبره یا ناخبره توګه پرې کوو.

غير افغان هڅې او د افغانستان خاموش اکثریت

له بله پلوه زمونږ په ملي جرګه کې داسې تش په نامه ملي استازي شته چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د پردیو کلتور ته کار کوي. شکریه بارکزۍ، فوزیه کوفي او د تېرې دورې ملالۍ جویا هغه بد نومونه دي چې له یوې خوا په منظم ډول د پردیو په لمسون افغاني او اسلامي کلتور او عنعنات خپله افغانو ته د شاتګ د لاملونو په توګه ورپېژني او له منځه يې وړي او له بله پلوه ځان د افغانستان د ښځو د بیلګې په توګه نړۍ ته ورپيژني چې د ټولو لپاره د شرم ځاي دی.

ځینې نور خلک بیا د څو ډالرو لپاره د )تاجیکان ډاټ نیټ( په څیر پلیتي بریښنا پاڼې جوړوي چې پکې غیر ملي او عادي اشخاصو ته لا لوي لوي لقبونه ورکوي او بیا وايي چې “ماتم داریم اما اوغان نیستیم!” او “فاشیزم افغاني”، چې په دې بې غیرته وینا بیا افتخار هم کوي.

که څه هم دوي ملي لقبونه یعنې بابا، نیکه، ستر، او داسې نور نشي ورکولاي او ځانګړې حساسیت ورسره لري خو بیا دوي د لقبونو لپاره خاص وزنونه لري لکه “کبیر” او “بزرګ”، دا لقبونه مونږ ته جوته ده چې په تاریخ کې چا استعمال کړي او په یاد به مو وي چې چا چا ته “کبیر” ویلي دي. ځینو نورو یې بیا نعوذ بالله د اسلامي عقیدې په خلاف یو عادي او مړ شوي انسان ته د “پیغمبر” لقب ورکړی دی. له بله پلوه بیا زمونږ درانه، باغیرته او شمله ورو مشرانو ته په سپکه سترګه ګوري، چې د )کابل پریس ډاټ ارګ( بله پلیته بریښنا پاڼه یې یوه بیلګه ده.

دوي ولې نه پوهیږي چې په خپله لاسه ځان د دې ګډې جونګړې له مالکیت څخه محروموي، ځانونه افغانان نه شمېري نو ځکه په خلاص ټټر د نورو ورته سمتونو غلامي کوی او په بشپړ ډول د همغوي په خدمت کې وي. نو زمونږ هم داسې بې ضمیره او پردي تالي څټي نه پکار دي او نه ورته اړ یو. که ځانونه افغانان ګڼي نو ښه تر ښه، که نه نو افغان ملت یې باید د ملي غدارانو په څېر مجازات کړي. دا هیڅ ملي غیرت نه دی چې د یوې ډلې غړي د هیواد د جرړو له بیخه ویستلو لپاره شپه او ورځ یوه کړي وي او اکثریت دې ورته ځان غلی کړي چې خیر دې، ناپوهي ده یا هم کومه بله بهانه وکړي او پدغه جرم سترګې پټې کړي.

اوس وخت رارسیدلی دی چې د پورته ذکر شویو بدبختیو او ناخوالو څخه، چې د مشت نمونه خروار په صفت مو ذکر کړې، ځان خلاص کړو او د پاي ټکې ورته کیږدو خو دا څنګه؟

د افغانستان ټولټاکنې

ټولټاکنې د یو ملت په ژوند کې ځکه ډیره مهمه ونډه لري چې لدې لیارې ملت د راتلونکو کلونو لپاره خپل وکیلان ټاکي او هغوي بیا د دوي په استازیتوب د خپل وطن اړوند پریکړې نیسي. ځکه باید ټولټاکنې د امانت د سپارلو په معنی ولیدل شي، او استازي د امانت دارۍ په اصولو برابر وي. ځکه نو باید ټول وطنوال د رایې ورکولو په مهال د امانت دارۍ اصل په نظر کې ونیسي او هغه چا ته رایه ورکړي چې د افغانستان د راتلونکي لپاره لازم، اساسي، او ملي پریکړې وکړي.

د افغانستان اوسنئ یعنې د ۱۳۹۳ کال د جمهوري ریاست ټاکنې چې مختلف ډول خپلواکه او ناخپلواکه خلک ورته په تمه ؤ او په لومړي دور ټاکنو کې ګڼ شمیر وګړو په خپلواک او ګڼ شمېر حزبونو په ناخپلواک ډول د افغانستان د جمهوري ریاست ته سترګې په لار ؤ، که څه هم د دوي څخه ځینې بیا د دې وړ ؤ او نور یې بیا اصلاً د دې دروند بار د پورته کولو وړ نه ؤ. د څه ځانګړیو بهرنیو او کورنیو کړیو د لاس وهنو له امله د لومړي دور ټاکنې بریالئ نه شوې خو مخکښ نوماندان پکې ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی او ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله ؤ، چې وروستي په ځینو ځانګړیو سیمو کې د خپل محبوبیت او په نورو کې د ګومارل شوو پرښتو په کمال په سلو کې ۴۵ رایې واخیستې خو لا پرې قانع نه ؤ او ادعا یې کوله چې “نخست در لست باید نخست در نتیجه باشد” او لا ویل یې چې “په لوملي دور کې ګتو” او د لنډه غرانو له خوا یې بیا ډول ډول ګواښونه د ټاکنو او د شکایاتو خپلواک کمیسیونونو ته ورکول کېدل چې “اګر ما در انتخابات برنده نه شدیم انتخابات را تحریم خواهیم کرد”. د ګاونډي هیواد ځینې “سیاسي کارپوهانو” لا دمخه اعلان کړی ؤ چې اصلي مقابله د زلمي رسول او عبدالله عبدالله تر منځ ده او اشرف غني هیڅ د پام وړ کاندید نه دی. خو کله چې د رایو شمیر پېل شو او مقابله د ډاکتر عبدالله او ډاکټر غنی تر منځ شوه نو لا تراوسه نیمې رایې لا هم نه شمېرل شوې چې ځینې ورځپاڼو د عبدالله عبدالله د رئیس جمهور کېدو اعلانونه خپاره کړل.

خو بیا ډاکټر صاحب غني د خپلې لوړې پوهې، تجربې، غښتلې برنامې، د قوي کاري ټیم، غښتلي جوړښت او بې ساري محبوبیت له امله ښه پاکه رایه خپله کړه خو له بده مرغه زیاته رایه یې په دستوري ډول د شمېرلو پورې و نه رسیدله او بالاخره ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې. ډاکتر زلمي رسول او شیرزي چې د مادیاتو په زور “د ما برنده هستیم”، “موژ ګتو” او “موژ یې وړو” چیغې وهلې وې ټولو ته بربنډ شول، او د نورو مادي ګټو د لاس ته راوړو لپاره یې د اولې دورې کمپاین په ترڅ کې یو بل ته د ښکنځلو باوجود د عبدالله عبدالله تر چترۍ لاندې یو ځاي پناه واخیسته.

د ټولټاکنو دوهم پړاو

اوس نو دوهم پړاو ته سترګې په لار یو. دواړو نوماندانو د حقیقي او سمبولیکو نیوکو سره سره دوهم پړاو ته غاړه کیښوده. د افغانستان د ملت لپاره اوس یو هدف او دوه ګونې انتخاب دی. یعنې جمهوري ریاست: غني او عبدالله. پدې پړاو کې د لومړۍ دورې نوماندان ځینې د ډاکټر عبدالله په طرف او نورو بیا د ډاکټر غني طرف خپل کړ، ځینو نورو یې لا تر اوسه دريځ څرګند کړی نه دی.

د دواړو ټیمونو رهبران ملت ته د لمر په څېر څرګند دي. د دوي ماضي، حال او دواړو ته په کتو یې راتلونکې هم تر ډیره حده انځوریداي شي. زما په اند په اوسنیو شرایطو کې هسې تش په نامه بېطرفه پاتې کیدل هیڅ معنی نه لري، د دې پر ځاي د یو پیاوړي، متخصص او غښتلي ټیم چې واقعاً د افغانستان د هر اړخیزي ملي پرمختیا لپاره یو منظم پلان او برنامه ولري، هغه ټیم چې ملي کدرونه ورسره وي، هغه ټیم چې ماضي او حال یې فاسد نه وي، نوې ارزو ګانې له ځانه سره ولري، د ولس مخې ته په حال او ماضي کې حساب ورکړي، هغه ټیم چې په واقعي توګه یې افغانستان ته سترې لاس ته راوړني لرلي، غوره او په هر اړخیز ډول یې پلوي کول اړین بولم، نه د هغه ټیم چې پورتني یاد شوي یو صفت هم پکې نه لیدل کیږي. دغه دول خود غرضه ټیم به په خپلو کې سره دانه وانه شي ځکه نه خو مخلص دي او نه هم د افغان ولس په زړه کې ځاي لري او نه یې پیدا کولاي شي. ځکه چې ښه سابقه نه لري نو د ښې راتلونکې انتظار دې هم نه کوي. زه خو دې ته حیران یم چې د عبدالله عبدالله يو، فقط یو، داسې کوم صفت دې چې د هغې په بنیاد باید نوموړی رئیس جمهور شي؟

د بدلون او دوام ټیم او د مخالفینو بې اساسه تورونه

زه دا نه وایم چې د بدلون او دوام ټیم به هیڅ ډول ستونزه نه لري خو د حل کولو د هڅې خلک پکې شتون لري چې لا په لومړي سر کې یې د بریا نه وړاندې سترې لاس ته راوړنې لرلې دي، د ملي یووالي لپاره ډیر ژمن دي، د هر قشر استازي، عام خلک اقلیت او اکثریت تر ډیره بریده سره یو ځاي شوي دي، او له تېر څخه په سبق اخیستو د روښانه راتلونکې په هڅه کې دي. په تنها ډول هیڅ ډله نشي کولاي چې د افغانستان د ودانولو او پرمختګ په لور رهي کړي بلکه لا به یې وران او نور به یې هم وروسته پاتې کړي.

د یو لړ بیهوده او بې منطقه ادعاوو او تهمتونو  یادونه لازم بولم چې اوسمهال د بدلون او دوام ټیم پسې کیږي، لکه چې ویل کیږي غني په افغان جهاد کې ونډه نه ده اخیستې، ټول ژوند یې د وطن نه بهر تېر شوی دی، د غني دوهم مرستیال جنرال دوستم غوندې مجرم دی، د غني ټیم کې خلقیان او پرچمیان دي، د غني ماندینه مسلمانه نه ده، د غني تر شا د نورو هیوادونو لاسونه دي، غني اسلامپاله نه دی، غني فاشیست دی، او د غني سره جهادي رهبران نشته نو پدې اساس باید ورته رایه ورنکړل شي. لومړی خو باید یادونه وکړم چې پدې توګه د دین کارول سیاست اسلامي کول نه بلکه اسلام سیاسي کول دي او باید په سختو ټکو کې یې ټول وغندو. خو دومره یادونه بیا هم لازم بولم چې عبدالله استخارې ته فالیني وایي، نو دا کوم اسلام دی؟

په دوهم قدم د دې تهمتونو ځواب داسې  وایم چې:
   

             که غني د افغانستان په جهاد کې ونډه نه ده اخیستې او د کفارو وینې یې نه دي تویې کړي نو د عام ولس وینې یې هم الحمدلله تویې کړي نه دي، نه یې د چا ناموس لوټ کړی، نه یې د نورو په څیر د جهاد له سپیڅلې نوم څخه ناوړه ګټه پورته کړې، نه یې د ولس په وینو ځان شتمن کړی او نه یې د مظلوم ملت د کورونو په قیمت شخصي بلډنګونه جوړ کړي دي. د هر چا لپاره د هغه د وس او فرصت سره سم د جهاد مفهوم باندې د ټولو ایمان دی، ځکه نو له یو عالم څخه دا طمع کول چې هغه به هم د ټوپک جهاد ته لاس ورته کړي یوه غیر معقوله خبره ده. د غني په ډول عالم لپاره جهاد همدا دی چې خپل وطن ته راغلی او د بدبختیو څخه د خپل وطن د راویستلو لپاره یې ملا کلکه تړلې ده.  که غني ډیر عمر له وطن څخه بهر تېر کړی دی نو د علم د لاس ته راوړو په جهاد بوخت ؤ، خپله یې ډیر څه زده کړي او نړۍ ته یې ډیر څه ورزده کړي دي. ناوړه جنګي مفکوره نه لري، تل یې د هیواد د سولې او ثبات لپاره فکر کړی دی، نه د نورو په څیر د جنګ، نفرت او د افغانستان د ویشنې لپاره.

    که جنرال دوستم په کورني جنګونو او د وطن په ورانولو کې ښکېل دی او ښه سابقه نه لري، نو له یو لاس څخه ټک نه خیژي. دا نور هم کم نه دي او نه د بدبختیو په جریان کې دوي په آرام ناست ؤ. که د یو لوري دوستم ؤ نو له بل لوري دوي ؤ. که د دوستم لاسونه د طالبانو په وینو سره دي، نو دوي هم په طالبانو او نورو عامو افغانانو د لويو لویو بمونو د غورځولو غوښتنې کړي دي، او خپله یې هم د اختر په ورځ د کابل ولس باندې روسي راکټونه ورولي دي.  هم دوي دوستم ته د ستر جنرال رتبه او د خپل ځوي لقب ورکړی دی غني نه! که دوستم بد ؤ نو پرون هم بد ؤ او نن هم، دا کوم منطق دی چې که له هغوي سره یو ځاي شي نو ښه دی، که له غني څخه ملاتړ وکړي نو بد شي؟ دوي چې د افغانستان د تجزیه کولو دړکې ورکوي او شبنامې خپروي، دا د جهاد په برکت نه بلکه د خپلمنځي جنګونو په زور کوي، ځکه سپیڅلي مجاهدین کله هم خپل جهاد پدا ډول نه سپکوي.

    که د غني په ټیم کې، د دوي په اند، خلقیان، پرچمیان او نورې ډلې دي نو د همګرایي ټیم هم ترې بې برخې نه دی. جنرال علومي او اوریا یې ښې مخکښې څیرې دي او په څنګ کې یې د نظار شوری هم ښه ځلیږي. خو که دوي په دې اند وي چې د همګرایي ټیم هندو هم د مسلمان نه ښه دی نو دا خو شونې نه ده، بلکه هندو هماغه هندو دی او د افغان په صفت یې مونږ قدر کوو خو د همګرايي ټیم سره یو ځاي کیدل یې ستره تېر وتنه ده. بله دا چې همدغه خلک چې له غني سره یو ځاي شي نو خلقي او پرچمي دي، خو که په پارلمان کې غړيتوب ولري، که وزارتونه ولري، که معینیت یې لاس کې وي او ټول افغانستان او افغان ټولنه ورسره راشه درشه ولري نو خیر دی؟ کوم ځاي کې چا د خلقي یا پرچمي سره خپلوي پدې لامل پاي ته رسولې ده چې دوي خلقیان دي، یا آیا اوس په افغانستان کې خلک له دوي سره خپلوي نه پالي؟ نو که د شخصي خپلوۍ لپاره پدوي کې مشکل نشته نو د غني به ولې ورسره مشکل وي؟ کوم یو خلقي یا پرچمي ته د همګرايي ټیم پدې عنوان برخه نه ده ورکړې چې ته خلقي يې او مونږ تاسې بد ګڼو؟ یا خو که ټول افغانستان ورسره په بشپړه توګه قطع تعلق کړی وې نو ښه وه، که نه، نو دا تور بالکل غیر معقول دی.

دا هم د پام وړ ده چې د عبدالله عبدالله او ملګرو د “ښه سړیتوب” تللو لپاره معیار د جهاد دوره ده په کوم چې نوموړي عادي افراد ؤ، خو د دوستم او د غني د نورو ملګرو لپاره بیا د جهاد له پاي څخه وروسته د خپلمنځي جنګونو دوره معیار دې؟ اصلاً باید معیار یو وي. کله چې دوستم خلک وژل نو عبدالله عبدالله هم د دوا جوړولو فابریکه نه اداره کوله بلکه هغه هم په دغه بدبختۍ که اخته ؤ، څنګه نو بیا دوستم بد دی او عبدالله توره باز؟

    وایي لورا غني مسلمانه نه ده، ځینې نور وایي لورا غني به عیسویت ته پوره کار وکړي او دا چې پدې هکله لورا د غني له بریالیتوب څخه لا وړاندې غږ کړی دی. د همدې بدې پروپاګندې وروسته لورا غني په یوه علني غونډه کې خپله وینا د قرآن کریم په مبارکو آیتونو پیل کړه. الله تعالی فرمایي: “و لا تقولوا لمن القی الیکم السلام لست مؤمناً”، هغه څوک چې تاسو ته سلام وکړي، کافر یې مه بولئ، نو که یو څوک تاسې ته په ډاګه ووايي چې زه مسلمانه یم، او د قرآن کریم آیتونه درته تلاوت کړي، هغې ته د کفر نسبت کول په کوم اساس جائز دي؟ پر دې سربېره د اسلامي فقهې قاعده ده چې “نحن نحکم بالظواهر و الله یتولی السرائر”، مونږ د ظاهرو اسبابو او کارونو په اساس پریکړه کوو او د پټو رازونو حال الله تعالی ته معلوم دی او بس. اوس که د آغلې لورا په کړو وړو کې د نیوکې مناسب ځاي وي نو صحیح، که نه نو څوک حق لري چې د ځان لپاره د غیبو علم ثابت کړي؟ که دوي وایي چې نوموړې بهرنۍ ده نو د ډیرو مجاهدینو ماندینې بهرنیانې وې یا دي. لورا غني نه دا ډول اعلان کړې او نه خو دا سالم عقل منلی شي چې د افغانستان په څېر کلکه مسلمانه ټولنه کې دې یو، د دوي په اصطلاح مبلغ، واک ته له رسېدو دمخه دا ډول خبرې وکړي او د خلکو احساسات دې پخپل ضد راوپاروي.

بیا، د پارلیمان ډیرې غړي د اسلامي اصولو او مقرراتو څخه ښه ښکاره سرغړاوې کوي، فساد کې اخته دي، نور هر ډول غیر اسلامي او غیر افغاني کارونه تر سره کوي، خو هغوي ټولې ټولنې ته بالکل پاک دي، د قاطعو دلایلو باوجود له هغوي سره هیڅ مشکل نلري، خو د یو مسلمان د مسلمانې ماندینې په هکله د میډیا یو خبر، چې هيڅ چا ته یې کره توب هم معلوم نه دی، د هغې د اسلام څخه د ویستو او نعوذبالله د عیسایي مبلغ کېدو لپاره کافي بلل کیږي. هېره دې نه وي چې دا هماغه میډیا ده چې که د دوي د فساد او ظلم په هکله خبر خپور کړي، نو “میډیا درواغجنه ده او دا یوه غربي دسیسه ده”، خو د غني او د هغه د ماندینې په هکله که څه خپروي نو میډیا خو پرون حج کړی دی. منافقت خو ښکر نه لري.

     راځئ چې د بحث لپاره یې فرض کړو چې لورا غني عیسوۍ ده، نو آیا اسلام له عیسوي ښځو سره نکاح حرام یا مکروه ګرځولې ده؟ نه، بلکه جائز يې ورته ویلي دي، نو په کوم اساس پدې شرعي عمل باندې انتقاد کیدایشي؟ دا هم د غور وړ موضوع ده چې د افغانستان په نظام کې د رئیس جمهور د ماندینې څومره واک وي؟ الحمدلله دا نه غرب دی او نه دا ټولنه غربي ټولنه ده.

  دا سمه چې غني خپله زیاتره تحصیلي دوره په نورو هیوادونو کې تېره کړې ده، هلته یې لوړې او تخصصي زدکړې کړي دي او بیا یې تدریس کې کلونه اړولي دي خو دا د دې لامل نه شي کیداي چې غني دې ګوندې د هغوي ایجنټ وي او هغوي ته دې کار کوي. که داسې وي نو زمونږ ګڼ شمېر مشرانو په بهر کې زدکړې کړي دي، استوګنه لري، تجارت کوي او یا یې تګ راتګ هلته دی، بهر مسلح شوي دي، غونډې یې کړي، دولتونه یې جوړ کړي او بیا کابل ته راغلي، نو آیا هغوي ټول د هغه هیوادونو ایجنټان دي؟ ځکه معیار باید د ټولو لپاره یو شان وساتل شي. ایجنټي د بهر د زدکړې او استوګنې سره تړاو نلري، که دا بې غیرتي په چا کې وي نو هغوي یې د افغانستان له خاورې کولاي شي او کوي یې هم، خو دلته بدبختانه خلک اوښان وهي په بډه!

غني سوچه افغان دی، په خپل افغانیت فخر کوي او خپل افغانستان ته یې لس کاله کار کړې او د نور کار لپاره له تاسې څخه چانس غواړي. نور نوماندان چې له ټاکلو څخه وړاندې ورته د بهرنیو معتبرو رسنیو کې کمپاین کېده او د ګټلو خبر یې لا درې اونئ وړاندې نشر شوی دی ایجنټان دي، د همدوي په حمایت کې په سیرینا او میریټ هوټلونو کې غونډې شوي چې څوک زمونږ لپاره غوره دې او څوک زمونږ لپاره ښه کار کولاي شي. سفارتونو کې ورسره غونډې کیږي، د تلویزون چینلونه یې تبلیغات کوي، دوي هغوي ته د ډیورنډ کرښې او نورو لانجو د هواري وعدې ورکوي. هغوي چې نورو ته ژمن ؤ او دي، د هغوي د بریا کوښښ په بشپړ او ښکاره ډول روان دی. ټول له غني څخه ځکه ویریږي چې په هغه کې دا صلاحیت ویني چې افغانستان په خپلو پښو ودروي او ټول افغانان د ورورګلوۍ په فضا کې یو ځاي د اسلامي پرمختګ سفر ته دوام ورکړي.

    غني اسلامپاله ندی؟ په څه معنی؟ چې هغه فتوی نه ورکوي، د کفر او اسلام اعلانونه نه کوي؟ که څه؟ ټولو ته معلومه ده چې نوموړی په یوه ستره اسلامي کورنۍ کې زیږیدلی دی، په اسلام کې تخصصي معلومات لري او په اسلام عمل کوي. اسلامي تاریخ یې لوستې، د عمر رضی الله عنه د عدالت او د عثمان غني د اقتصادي طرحو په رڼا کې یې د افغانستان د ودانولو پلان جوړ کړی دی او وار د مخه یې زور واکو او غاصبینو ته د حسابۍ اخطار ورکړی دی. د یو مشر لپاره همدومره کافي دي، د هغه د حساب لپاره الحمدلله د افغانستان علما او مجاهد ملت موجود دی، د افغانستان ملت پوره باور پرې لري چې د مجاهد ملت سره پخپل کړي تعهد به ولاړ وي، که نه نو د دوي دواړو لار به جلا وي او هر ډول غلط کار به یې غلط وي او د منع کولو کوښښ به یې کوي.

    غني فاشست نه دی. غني پختون دی خو په دري، ازبکي، انګلیسي او نورو ژبو ښه پوهیږي. تل په دواړو ملي ژبو خبرې کوي، درې یې له پخوا ویله او د نورو پڅېر یې د ټاکنیز کمپاین لپاره زده کړې نه ده. نورو خو د کمپاین لپاره د پښتو پښتۍ راماتې کړې. یو مرستیال یې ازبک، بل یې هزاره دې او یو مهم تاجک یې پخپل ټیم کې په ورین تندي شامل کړی دی، آیا دا فاشزم دی؟ نه پوهیږم چې دوي د فاشست په معنی نه پوهیږي او که د دوي په سیاسي قاموس کې هغه چا ته وایي چې په خټه پښتون وي او له تاجک سره سره نورو وروڼو قومونو ته هم په احترام قایل وي که څنګه؟ که دوي فاشست دې ته وایې چې څوک په خپله مورنئ ژبه خبرې کوي، نو دوي خو بیا له نورو ډیر فاشست دي. زمونږ ګڼ شمېر پښتانه په دري پوهیږي او خبرې پرې کوي خو دوي بیا څومره په پښتو پوهیږي؟ دوي ننګرهاري موټر د پنجشېر درې ته پریږدي؟ دا خو په عامیانه اصطلاح د “بګیریش که نه ګیریت” معامله ښکاري.

    غني سره په ټیم کې ګڼ شمېر درانه جهادي رهبران لکه، پیر صاحب سید احمد ګیلاني، پروفیسور صبغت الله مجددي، حاجي صاحب دین محمد، قاضی صاحب محمد امین وقاد، ښاغلي سباوون موجود دي او د نورو جهادي شخصیتونو راتګ ته هرکلې وایي. دوي هغه څوک دي چې د جهاد پرمهال جهادي رهبران ؤ، خو ډاکتر صاحب او معلم صاحب بیا عادي مجاهدین ؤ. ولې دوي ته دا درنې جهادي څېرې جهادي نه ښکاري؟؟ او که له دوي سره د جهاد معیار ټلواله او د همګرايي ټیم دی او بس! له هيڅ چا پټه نه ده چې د غني ټیم جهادي رهبرانو او مجاهدینو سره هیڅ ډول ستونزه نلري او خپل روحانیون یې ګڼي.

غني د جهاد له ټېکه دارۍ څخه انکار کوي او په ځاي یې کوي! همګرايي د جهاد او مجاهد قدر کله کړی دی؟ دوي ته د مقاومت دوره مقدسه ده او ټول سیاست یې د همدغه دورې په شاوخوا څرخي. ټولو ته په یاد دي چې د هرډول دوستۍ او “سنګر” د ملګرتیا سره سره یې استاد سیاف د آمر صاحب په قتل تورن کړی او حتی دا خبره یې تر ملګرو ملتونو پورې رسولې ده. همدغه استاد چې بیا کله د ولسي جرګې ریاست ته نوماند شو، او ورته په بشپړ ډول وړ شخصیت هم ؤ، نو دوي په مقابل کې ورته یونس قانوني ونوماوه. اوس دوي استاد ته په کومو سترګو ورځي او ځان ته یې رابلي؟ د بدلون او دوام ټیم د استاد او هغه ته ورته شخصیتونو په قدر پوهیږي او ډېر لېواله دي چې د استاد په څېر جهادي څېرې ورسره وي تر څو یې د محاسبې سیستم نور هم کلک او ډاډمن شي. استاد به په دوي او دوي به په استاد ښه ښکاره شي. په یاد ټیم کې به د استاد قدر په ځاي وي نه د هغمګرايي سره، ځکه هغوي لا دمخه ورته د خپل آمر صاحب د قاتل په سترګه ګوري.

د پاي ټکي

له ټولو مهمه خبره دا ده چې مونږ د نښې ویشتلو، د ملي اردو کوم پوست، د کوم پوځي یرغل یا هم د جهادي تربیې لپاره ټولټاکنې نه کوو چې دې ته وګورو چې چا جهاد کړی دی او چا نه. د چا جهاد جهاد ؤ او د چا جهاد نعوذ بالله ریا وه، دا پریکړې او ثواب و عقاب یې د قیامت د ورځې مسایل دي. جهاد یوه وجیبه ده او هر مسلمان چې وس یې لري مجبور او مکلف دی چې دا وجیبه تر سره کړي، لکه څرنګه چې لمونځ، روژه، زکات او حج فرض دي. د عبادت تر سره کول داسې د ویاړ خبره نه ده چې یو مکلف یې بیا تر مرګ پورې له انسانانو څخه امتیازاتو ته سترګې په لار وي. دا کوم منطق دی چې د خپل مکلفیت د ترسره کولو لپاره یوه فریضه تر سره کړه او ثواب یې بیا له خلکو او ولس څخه غواړه او خپل جهاد پرې خرڅوه؟ بیا اوس د جهاد دوهم پړاو رارسېدلې دی او هغه دا چې باید د جنګ تلفات جبیره شي، د دې کار لپاره د جنګي ماهر ټاکل بالکل د عقل له تقاضاؤ سره مخالف عمل دی. اوس باید واک او مشري یو عالم، اقتصاد پوه او د سیاسي ذهن لرونکي شخصیت ته پریښودل شي تر څو هېواد بېرته راجوړ کړي او خلکو ته د ښه او مناسب ژوند زمینه برابره کړي.

نو که د ګران هېواد د ملي پرمختګ غوښتونکي یاست، د ټاکنو په دې پړاو کې په پوره غور او فکر او عقلي زیرکتیا سره هغه څوک وټاکئ چې ذکر شوې وړتیاوې پکې شتون ولري: چې په واقعي توګه د افغانستان د ښیرازئ غوښتونکې وي او د دې لوي بار د پورته کولو وړتیا ولري، نه هغه څوک چې د افغانستان په اوسني بحران کې د تېرو ذکر شوو بد مرغیو او بدو صفتونو په لرلو سره ونډه لرونکی وي. د پیله یې ټیم په سمتي او ژبنیز ډول روان وي، د ټاکنو د بریا له مخه یې د کابینې چوکئ خرڅې شوې وي، ځکه دوي د دې اهل نه دي چې د افغانستان د ودانولو او هر اړخیر ملي پرمختګ ته کار وکړي.

قضاوت ستاسو،
ځکه الله تعالی د هغوي حالت نه بدلوي څوک چې خپل حالت پخپله نه بدلوي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x