پاکستان وايي، افغانستان سره سوداګريزې ستونزې حلوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۶کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ ستونزو له اوږده ځنډ وروسته پاکستاني چارواکي وايي، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې ټولې ستونزې حلوي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزير يونس ډاګا رسنيو ته ويلي، هېواد يې د سوداګرۍ او ترانزيت په برخه کې له افغانستان سره ښو اړيکو ته ژمن دی او هڅه به وکړي چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ستونزې ډېر ژر له منځه يوسي.

ښاغلی يونس وايي، پاکستان او افغانستان په دې برخه کې يو بل ته اړتيا لري زياتوي چې دی دېته تیار دی ترڅو په دې برخه له افغان چارواکو سره وغږيږي او په لومړي سر کې شته ستونزې په ډاګه کړي.

هغه وايي،په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري کمه شوې او له پاکستانه افغانستان ته په صادراتو کې د پام وړ کموالی راغلی چې له کبله يې سوداګرو ته ميليونونه ډالره زيان اوښتی دی.

څو اوونۍ مخکې د افغانستان د سوداګرۍ خونې وياند صيام الدين پسرلي وويل، چې پاکستان له تېرو دوو مياشتو راهيسې د سوداګرو پر وړاندې د تورخم لاره تړلې او د افغان سوداګرو موټرو ته اجازه نه  ورکوي چې هغه هېواد ته خپل مالونه صادر کړي.

د پسرلي په خبره، پاکستان ورنه په تورخم کې د مالونو ګرنټي کارت غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې مخکې د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي په مشرۍ يو پلاوی په دې موخه پاکستان ته ولاړ څو د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه خبرې وکړي او د هغه هېواد له چارواکو سره په دې اړه وغږيږي چې سوداګري د سياست ښکار نه کړي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د معلوماتو پر اساس، د دواړو هېوادونو دوه اړخيزه سوداګري په دوه زره څوارلسم او دوه زره پنځلسمو کلونو کې دوه اعشاريه پنځه ميليارده ډالره ته رسېدلې وه، خو د پاکستان او افغانستان تر منځ له سياسي ترينګلتيا او د دغې هېواد له لوري د نويو مقرراتو په وضع کولو سره په سوداګرۍ ژور اثر غورځېدلی او اوس پکې پنځوس فیصده کموالی راغلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د