تخار کې سلګونه کسانو د نامسووله وسله والو پر ضد لاریون کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۶کب، ۱۳۹۶ل):  د تخار ولایت د ینګې کلا ولسوالۍ سلګونه کسانو په دغه ولسوالۍ کې د نامسووله وسله والو پر ضد لاریون کړی.

لاریون کوونکو له حکومت غوښتي، چې د «ملک تاتار» په نامه سیمه ییز قومندان او وسله والو څخه دې وسلې ټولې کړي او خلع سلاح دې کړي.

دوی ګواښ کړی، که حکومت ملک تاتار ته سزا ورنه کړي او وسله وال یې له ینګې کلا ولسوالۍ څخه ونه باسي؛ تر هغه وخته پورې به خپل لاریون جاري وساتي.

ملک تاتار په ینګې کلا ولسوالۍ کې پر ځايي خلکو له تېرې یوې میاشتې راهیسې ظلمونه پیل کړي او ځايي خلک یې کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

دوې اوونۍ وړاندې هم د ینګې کلا ولسوالۍ ځايي خلکو د تخار د ولایت مقام مخکې خیمې وهلې وې او ملک تاتار ته یې د درنې سزا غوښتنه کوله.

د هېواد په شمالي ولایتونو کې زیاتره خلک له نامسووله وسله والو څخه شکایت کوي، چې په بېلابېلو پلمو یې ځوروي او باج ترې اخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د