افغانستان

«د عطامحمد نور ممکنه لاريون د نړيوالې ټولنې په غوښتنه لغوه شوی»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۶کب، ۱۳۹۶ل): ځينو سرچينو ویلي، د عطامحمد نور له لوري په ګڼو ولایتونو کې کېدونکی لاریون د نړيوالې ټولنې په غوښتنه لغوه شوی دی.

د «يو تلویزون» خبريال بشیر احمد قاساني وايي ټاکل شوې وه، چې دغه لاریون د روانې میلادي میاشتې په ۲۷، ۲۸ او ۲۹مه ترسره شي، خو د نړیوالې ټولنې په غوښتنه لغوه شوی دی.

عطامحمد نور ګواښ کړی و، چې په یادو ورځو کې به په پنځلسو ولایتونو کې د حکومت پر ضد لاریون یو ځايي پیل شي.

نور؛ پخپله د دې لاریون د ځنډ یا هم لغوه کېدو په اړه رسماً څه نه دي ويلي، خو د سمنګان له جنجال وروسته پر دې موضوع بیا خبرې پیل شوې دي.

د سمنګان پر ولایت د ارګ او جمعیت تر معاملې وروسته، دې ګوند له ارګ سره د بلخ په اړه هم خبرې پیل کړې دي.

عطامحمد نور د لېندۍ میاشتې له وروستیو ورځو د ارګ له لوري مستعفی بلل شوی او پر ځای يې انجنیر محمد داود والي اعلان شوی دی، خو لا هم نور خپلې ولایتي چارې پر مخ وړي او د انجینر محمد داود برخلیک نه دی څرګند.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x