fbpx

د خوراک آداب

عبدالبصیر حامد

عمر بن ابي سلمه رضی الله عنه وایي: زه وړوکی وم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ساتنه کې ؤم. نو په کاسه کې مې لاس یوې بلې خواته ووړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل:

“بسم الله ووایه،

په ښي لاس سره یې خوره.

او کوم لوری چې درته نیزدې دی هغه لوري نه خوراک کوه. ”

(متفق علیه)

په پورتني حدیث شریف کې د خوراک درې موهم آداب بیان شوي دي؛

اول ادب: د خوراک په پیل کې بسم الله ویل. یوه بل حدیث کې راځي؛ څوک چې خوراک ته بسم الله ونۀ وایي، د هغه سره شیطان یو ځای خوراک کوي او څوک چې بسم الله وایي، له هغه شیطان تښتي.

یوه بل حدیث کې راځي: د خوراک په پیل کې که له چا نه بسم الله هېره شوه، او په منځ کې ورباده شوه، نو دا دعا دې ووایي: “بسم الله اولَه و آخرَه”

دویم ادب: خوراک باید په ښي لاس سره وکړای شي، ځکه چې شیطان په چپ لاس خوراک کوي.

درېیم ادب: دا دی چې خوراک باید له خپله لوری وکړای شي، خو دا هلته چې په کاسه کې یو ډول خوراک و. که چېرې بېلا بېل خوراکونه ول، بیا که د هرې خوا وخوړل شي. څه پروا نه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د