نړۍ

پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د حکومت پر خلاف جګړه اعلان کړه

نن ټکی اسيا: شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو يوې سترې ډلې حکومت سره خپل امنيتي تړون لغوه اعلان کړ او د شمالي وزيرستان ټولو اوسيدونکو ته يې امر کړی، چې د جون مياشتې تر لسمې نېټې دې خپل کورونه او ماشومان خوندي سيمو ته ولېږدوي.

حافظ ګل بهادر ډلې د شورا پر مهال پرېکړه وکړه، چې پاکستانی پوځ هره ورځ د دوی په سيمو کې بمبارۍ او وسلوال بريدونه کوي او حکومت دوی سره امنيتي تړون ته درناوی نه لري او داسې اټکل کيږي، چې حکومت د دوی پر خلاف د سترو پوځي عملياتو هوډ کړی، نو له همدې امله دوی هم حکومت سره خپل تړون لغوه اعلانوي، ځکه چې اوس تړون هيڅ معنا نه لري.

د نوموړ ډلې وياند احمد الله احمدي رسنيو په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې حکومت ورسره د امنيتي تړون په اړه درغلي کوي، اوس نو دوی هم مجبور دي، چې د پاکستاني حکومت پر خلاف جګړه پيل کړي.

 

د شمالي وزيرستان خلک د حکومتي کمپونو پر ځای افغانستان پلو هجرت وکړي.
پاکستاني طالبانو د شمالي وزيرستان خلکو ته ويلي، چې د حکومتي کمپونو پر ځای دې افغانستان پلو هجرت وکړي او هيڅوک دې د حکومت لخوا جوړ شويو کمپونو ته نه ځي.

د يادونې وړ ده، چې پاکستاني پوځ له څو ورځو راهيسې شمالي وزيرستان کې درنې بمبارۍ او وسلوال عمليات پيل کړي او پوځ ادعا کوي، چې دوی دغو سيمو کې ګڼ شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې، مګر ځايي خلک وايي، چې د پاکستاني پوځ په بمباريو او بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګن شمېر ولسي وګړي وژل شوي دي.

تېرې اوونۍ راهيسې پاکستاني پوځيانو شمالي وزيرستان کې نا اعلان شوي پوځي عمليات پيل کړي او ځايي خلک کوښښ کوي، چې نوموړې سيمې څخه خوندي ځايونو ته خپلې کورنۍ ولېږدوي.

د مذاکراتو په اړه د پاکستاني حکومت او سياستوالو دريځ
بايد و ويل شي، چې د پاکستان مرکزي حکومت له څه مودې راهيسې کوښښ کوي، چې پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې پيل کړي، ولې دغه هڅې تر اوسه کومې لاسته راوړنې نه لري.
کارپوهان وايي، چې پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو په اړه پوځ او ملکي حکومت جلا جلا نظرونه لري.
پاکستاني پوځ غواړي شمالي وزيرستان کې د طالبانو پر خلاف پوځ عمليات وکړي، مګر حکومت کوښښ کوي، چې د مذاکراتو لړۍ پر مخ بوځي.
د جګړې او پوځي عملياتو مخالف پاکستاني سياستوال فکر کوي، چې حکومت د مذاکراتو اوازې د دې لپاره خپرې کړې، چې پوځي عملياتو ته لاره هواره کړي.
چارواکي شمالي وزيرستان له پاکستانه جلا کول غواړي
وړمه ورځ د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او خيبر پښتونخوا کې د ايتلافي حکومت لارښود عمران ويلي و، چې د پاکستان حکومت له کړنو داسې ښکاري، چې شمالي وزيرستان له پاکستانه جلا کوي.
عمران د شمالي وزيرستان د پارلماني وکيلانو او اوسيدونکو له قوله وايي، چې پاکستان نه غواړي شمالي وزيرستان د پاکستان برخه پاتې شي، له همدې امله يې ورسره د دښمنۍ چلند کوي.

د يادونې وړ ده، چې شمالي وزيرستان کې د حافظ ګل بهادر ډلې او حکومت تر منځ له څو کالو راهيسې اوربند و، مګر نوموړې ډلې پرون اعلان وکړ، چې پاکستاني پوځيان دغه اوربند ته درناوی نه لري، د دوی پر خلاف بمبارۍ او بريدونه کوي، له همدې امله دوی هم مجبور دي، چې د پاکستاني پوځ پر خلاف جګړه پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x