سمنګان: ناپېژنداه کسانو د یو شرکت څلور کارکوونکي تښتولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۶کب، ۱۳۹۶ل): د سمنګانو امنیتي چارواکي وايي، نن د ایبک ښار څخه د «حضرت زاده» ودانیز شرکت څلور کارکوونکي ناپېژانده وسله والو تښتولي دي.

د سمنګانو د امنیه قومندانۍ ویاند منیر رحیمي وايي، د حضرت زاده ودانیز شرکت څلور کارکوونکي تښتول شوي، چې یو یې کارګر او درې یې موټر چلوونکي دي.

د رحیمي په خبره، د پولیسو پلټنې روانې دي او کارکوونکي به یې ډېر ژر وژغورل شي.

د سمنګان د ولایتي شورا غړیو ویلي، د حضرت زاده د ودانیز شرکت کارکوونکي د ایبک ښار اړوند د کنجي سیمه کې پر یوه استنادي دېوال جوړولو بوخت وو، چې نن سهار وتښتول شول.

تراوسه کومې ډلې د دغو کارکوونکو د تښتولو مسوولیت نه دی منلی؛ خو له دې وړاندې ډېری کارکوونکي د غلو او مافیايي کړیو له لوري د پیسو لپاره تښتول شوي دي.

سمنګان هغه ولایت دی، چې تېره اوونۍ پخواني والي عبدالکریم خدام د ارګ ګوښه کول ونه منل او د ارګ فرمان یې وننګاوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د