راشد خان له یو ورځنیو وروسته په شل اوریزو سیالیو کې هم لومړی مقام خپل کړ

نن  ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۶ کب، ۱۳۹۶ل): د کرېکټ نړیوالې شورا په شل اوریزو سیالیو درجه بندۍ کې د افغانستان نامتو او سوکه توپ اچونکی راشد خان د توپ اچونې لومړی مقام خپل کړ.

د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا ویل شوي دي چې راشد خان د نیوزېلنډ «ایش سودي» ته په ماتې ورکولو سره د شل اوریزو توپ اچونکو لومړی مقام خپل کړ، راشد خان اوس په درجه بندۍ کې ۷۵۹ نمبرې ریټینګ او ایش سودي ۷۰۰ نمبرې ریټینګ لري.

همدا ډول په توپوهنه کې کولن مونرو خپل مقام پخپل ځای ساتلي او په لومړي نمبر دی، خو ګلین میکسویل په تېرو څو سیالیو کې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او پنځه نمبره مخکې شو چې د شل اوریزو توپوهونکو په درجه بندۍ کې یې دویم مقام خپل کړ.

له دې وړاندې راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا په نړیوالو یو ورځنیو توپ اچونکو درجه بندۍ کې د هند جیسپریټ بومرا ته ماتې ورکړه او لومړی مقام یې خپل کړ، او له همدې سره نوموړی د نړۍ لومړی توپ اچونکی شو چې په کم عمر کې یې لومړی مقام خپلوي.

د یادونې وړ ده چې راشد خان اوسمهال د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام، د غوراوي پړاو سیالیو لپاره د افغانستان ملي لوبډلې سره د زمبابوې په هرارې ښار کې تمرینات کوي. دوی به د فروري په ۲۷مه د ویسټ انډیز لوبډلې سره وارم اپ سیالۍ ترسره کوي، او د غوراوي سیالیو خپله لومړۍ لوبه به په څلورم مارچ د سکاټلنډ په وړاندې پېل کوي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د