نړۍ

رابرټ فيسک: مصريان دومره ساده ګان نه دي، چې پوځي ديکتاتور ته دې رايه ورکړي

وتلی بريتانوي ليکوال او انډيپينډينټ ورځپاڼې لپاره د عربي نړۍ کارپوه رابرت فيسک په خپله يوه تازه ليکنه کې څرګنده کړې، چې د محمد مرسي پر خلاف د پوځي کودتا مخکښ فيلډ مارشال جنرال عبدالفتاح السيسي هغومره ملاتړ تر لاسه نه کړ، چې څومره دعوه يې کوله.

فيسک زياتوي، چې مصر کې د پوځ تر څار لاندې د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال يې د رايو ورکولو له ګڼو مرکزونو څخه ليدنه وکړه، خو ده ته داسې نه ښکاريده، چې دا دې د ټاکنو بهير وي؛ ځکه چې ډېری مرکزونه خالي پراته وو او له امنيتي کسانو او څو عمر خوړليو بوډاګانو پرته يې د رايو مرکزونو کې څوک تر سترګو نه شول.

رابرټ فيسک وايي، چې دی د رايو هغه مرکز ته هم ورغی، چې د لنډ مهالي حکومت ولسمشر عدلي منصور پکې خپله رايه وکاروله.
په نوموړي مرکز کې يې له پوليسو او امنيتي کسانو پرته بل څوک ونه ليدل او يو ځای کې يې څو امنيتي عسکر وليدل، چې د رايو ورکولو مرکز ته څېرمه پوځي موټر کې د عامو خلکو په جامو کې ګرځېدل.

فيسک زياتوي، چې سيسي کولای شي، چې د ګټلو لپاره هر رنګه دعوه وکړي، ولې د نړۍ خلک پوهيږي، چې مصري ولس کې د سيسي ځای هغومره نه دی، چې څومره يې دعوه کوي.

د ښاغلي فيسک له قوله، دا ډېره د شرم خبره ده، چې يو پوځي ديکتاتور دې د خلکو په رايو لوبې وکړي او ځان دې پرې واک ته ورسوي.
فيسک وايي، چې مصريان دومره ساده ګان نه دي، چې د چا په خوږو خبرو، ګوڅنډنو او رشوتونو دې تېروځي او يو پوځي ديکتاتور ته دې رايه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x