ورزش

کرېکټ: هند له سویلي افریقا څخه د شل اوریزو سیالیو لړۍ هم وګټله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۶ کب، ۱۳۹۶ل): هند کرېکټ لوبډلې سویلي افریقا لوبډلې ته په درېیمه شل اوریزو سیالۍ کې له سختې او په زړه پورې لوبې وروسته په ۷ منډو ماتې ورکړه او د درې شل اوریزو لوبو لړۍ یې وګټله.

په درېیمه لوبه کې لومړی توپوهنه هند لوبډلې وکړه، چې په شل اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۲ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا شیکر ډهاون ۴۷ او سوریش راینا چټکې ۴۰ منډې جوړې کړې.  سوریش راینا د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په ځواب کې د سویلي افریقا لوبډلې د هدف په پوره کولو کې کوښښ وکړ او نیزدې وه چې هدف یې پوره کړی وای خو د بووینیشور کمار غوره توپ اچونې بریا ته نه پرینښودل.

ددوی لخوا لوبډلمشر جی پي ډومیني ۵۵ او جونکر (چې خپله لومړۍ شل اوریزو لوبه یې ترسره کوله) په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او هدف ته یې ځان نیږدې کړ خو په پای اور کې بریالی نشو ټاکلی هدف پوره کړي، نوموړي په ۲۴ توپونو ۴۹ چټکې منډې جوړې کړې.

دا د هند لخوا د سویلي افریقا په وړاندې د پرلپسې دویمې لړۍ بریا وه لومړی یې په ۵ یو ورځینۍ لوبو کې په ۴.۱ ماتې ورکړې وه چې اوس یې په شل اوریزو سیالۍ لړۍ کې په ۲.۱ ماتې ورکړه، او باید وویل شي چې له دې وړاندې سویلي افریقا په ۳ ټیسټ لوبو کې هند ته په ۲.۱ ماتې ورکړې وه.

د سویلي افریقا د سیالیو بایللو یو لامل دا هم ښودل شوی چې ددوی غوره لوبغاړي (ای بي ډيویلیئرز، ډي کاک، فاف ډوپلیسي او ډیل سټين) د ټپي کېدو له امله له لوبو بهر دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x