taliban attack in torkham on nato

ناټو لاپي وهي / شاعر عَزّام

شاعر:حافظ محمد عزام

غلیم لـه جنګـه دی لوېدلـی اوس صرف لاپي وهي
ګــوری دجـال اجـل نیـولـی اوس صرف لاپي وهي

نـاټـو، ایسـاف ځـواکــونـه ټـول پـه واویـلا دي ګـورئ
هـر یـو مغـرور یې سـرخوړلی اوس صرف لاپي وهي

سـم پـه ګـونـډو یـې شـول پـوځونه د غربي دنیاګۍ
نـه لــري شــرم شــرمیـدلـی اوس صرف لاپي وهي

لـه ګـــران هیـــواده پــه وتـــو ده صلیـبـي ټلـــوالــه
نــور یـې زوال دلتــه راغلـی اوس صرف لاپی وهي

پـه اوتــو بـــوتــو بـانــدي کلــه جګــړه نه شــي کېدای
بـریـدونـوسـم دی بیـاځپلی اوس صرف لاپي وهي

مړژوانده روح یې دی په تن په تیښته درومي رانه
بـادار یـې بـد حال دی لیـدلی اوس صرف لاپي وهي

حال یی خـراب دی نـوریې ټېک دلتـه کېدلای نشي
پوکي مستې شیدوسوځلی اوس صرف لاپي وهي

مظلــوم اولــس ازار لــري عَـــــزّامــــه ګـــوره ورتـه
صلیب یې څنګه دی وهلی اوس صرف لاپي وهي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د