fbpx

دغه خواړه مو له بدن څخه د سګریټو زهري مواد خارجوي

سگرېټ د بې شمېره کوچنیو ناروغیو سربېره د خولې، سږو او کولمو سرطان او د ژوند لنډېدو لامل گرځي چې له همدې امله یوازینۍ د حل لاره يي دغه ناوړه عادت پرېښودل دي.

سگرېټ خپل ترکیب کې نیکوټین هم لري چې خلک گومان کوي، د تنباکو کمپنۍ په قصدي توگه دغه مضر مواد سگرېټ کې اضافه کوي خو اصل کې نیکوتین ځانگړې زهري ځانگړنې له امله سگرېټو کې د حشراتو وژلو چې د تنباکو پاڼې خوري لپاره کارول کېږي، له بده مرغه د نیکوتین دغه ډول د بدن مختلفو برخو ته هم ورته زهري اغېز لري.

د ۴۰۰۰ هغو کیمیاوي موادو له جملې څخه چې سگرېټ څښونکی يي د سگرېټو له لوگي سره څښي، نیکوتین یې تر ټولو خطرناکه بڼه ده. یوازې یوه څاڅکی يي (تقریباً ۳۰ ملي گرامه) هم وژونکی دی.

له دغو زهري موادو څخه د خلاصون لاره څه ده؟

کارپوهان په دې باور دي چې د دې لپاره چې بدن څخه نیکوتین او نور زهري مواد خارج شي باید د سگرېټ څښلو ناوړه عادت پرېښودل شي. خو هغه کسان چې د سگرېټ څښلو عادي وي باید ورو ورو مختلفو پړاونو کې سگرېټ څښل پای ته ورسوي.

تر هغو چې سگرېټ څښلو عادت څخه ځان وژغورئ لاندیني خواړه او مشروبات له بدن څخه د نیکوتین او یو شمېر نورو زهري موادو خارجولو کې د پام وړ مرسته کولی شي او د سگرېټ څښلو ناوړه اغېز کمولی شي:

د مالټې اوبه

د مالټې اوبه له بدن څخه د نیکوتین او زهري موادو خارجولو کې د پام وړ مرسته کولی شي. د مالټې اوبه له بدن څخه نیکوتین او زهري مواد پرته له دې چې د بدن نورو برخو ته زیان ورسوي خارجوي. له سگرېټ څښلو وروسته یو گېلاس د مالټې اوبه به د دغه ناوړه عادت زیان لږ کړي.

باراکولي

یوازې باراکولي خوړولو سره بدن کې د نیکوتین کچه نشئ کمولی. دغه شنې پاڼې لرونکی سبزیجات د وېټامین بي۵ او وېټامین سي غوره منبع ده او د بدن د اړتیا وړ وېټامین سي چې سگرېټ څښلو له امله له منځه تللی پوره کوي. څېړنو ثابته کړې چې وېټامین سي انټي اکسېډنټ خاصیت لري او هغو ازادو رادیکالونو، زهري او کیمیاوي موادو په وړاندې چې بدن ته داخلېږي مبارزه کوي. وېټامین سي له دننه څخه انسان روغ او پاک ساتي.

د گازرې اوبه

کله چې د سگرېټو لوگی دننه انتقالېږي نو یوه اندازه نیکوتین اعصابو او وینې جریان ته هم داخلېږي او دریو ورځو لپاره بدن کې پاتې کېږي. له نیکه‌مرغه د گازرې اوبو دغه ناوړه اغېز په وړاندې مبارزه کوي. د گازرې اوبه د پوټکی خوندیتوب لپاره ټول اړین مواد او وېټامین اې، سي، کې او بي لري چې بدن څخه د نیکوتین او زهري موادو له منځه وړلو کې لپاره اغېزمنه ده.

اوبه

اوبه چې هر انسان ورته اسانه او وړیا لاس رسی لري له بدن څخه هر ډول زهري او مضر کیمیاوي مواد خارجوي چې نیکوتین هم په کې شامل دی. نیکوتین په ډېره اسانۍ سره اوبو کې حل کېږي، نو په ورځني ډول ۸ گېلاسه اوبه څښل به په چټکۍ سره ستاسې له بدن څخه زهري مواد خارج کړي. که تشې اوبه خوند نه درکوي نو اضافي خوند او روغتیايي گټو لپاره لیمو هم په کې اضافه کولی شئ.

نړۍ نیوز څخه په مننۍ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د