افغانستان

څیړنه: د افغانستان او عراق جګړې د برتانویانو ستراتیژیکه ناکامي وه

 یو لندن میشتي څیړنیز انسټیټیوټ په خپل راپور کې ویلي دي چې د برتانویانو لپاره د افغانستان او عراق دواړه جګړې “ناکامې” وې.

د امنیتي او دفاعي څیړنو سلطنتي انسټیټیوټ (RUSI) په راپور کې راغلي چې بریتانیا په دغو جګړو کې ۴۸ میلیار ډالره مصرف کړي.

په راپور کې د ۱۹۹۱ کال څخه وروسته په نړۍ کې د برتانیا پوځي مداخلې د کوچنیو لاریونو څخه نیولې تر پوځي او لګښت باره بریدونو پورې په مفصله توګه څیړل شوي دي.

راپور زیاتوي چې د افغانستان او عراق جګړې د هغو لسو جګړو له ډلې څخه تر ټولو ستره جګړه بلل کیږي په کومو کې چې برتانوي ځواکونو له ۱۹۹۰ کال څخه راپه دې خوا ګډون کړی، او په وینا ئې دواړه جګړې د برتانوي ځواکونو یوه ستراتیژیکه ناکامي وه.

“د عراق جګړه د تروریزم د غوړیدو، شاوخوا یو لک عراقیانو د وژنې او لږ تر لږه د دوه میلیونه وګړو د بې کوره کیدو سبب وګرځیده، د افغانستان په جنوب کې د برتانوي ځواکونو په نظامي عملیاتو سره د مخالفینو د مقاومت کچه لا پسې لوړه او په خلکو کې له بهرنیانو څخه کرکه نوره هم زیاته شوې”.

راپور زیاتوي هلمند ته د برتانوي پوځیانو له راتګ سره په دې ولایت کې د کوکنارو د کر کچه ټیټه شوې نه، بلکې لا پسې لوړه شوې ده. 

په راپور کې راغلي چې د افغانستان په جګړه کې برتانویانو ۳۷ ملیار یورو لګولي دي.

په دې احصائیه کې د روان کال چې برتانوي ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په درشل کې دي، لګښتونه شامل نه دي.

په راپور کې ویل شوي چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف په عراق کې دومره مړي او وژنې ترسره کړي چې که فرضا د صدام حسین حکومت پاتې وای او له واکه نه وای راپرځول شوی نوموړي به دومره قتلونه نه وای کړي.

“په دواړو جګړو کې اساسي نیمګړتیا دا وه چې امریکايي او برتانوي مشرانو ګومان کاوه چې د خپل پیاوړي نظامي ځواک او بې حسابه مالي لګښتونو په زور به وکولای شي په نورو هیوادونو کې یو بل ډول سیاسي بدلون رامینځ ته کړي”.

په راپور کې د برتانویانو لاسته راوړنو ته د هغوی د بې حسابه مالي لګښتونو په تناظر کې کتنه شوې او ویل شوي:

“هغو بې کچې مالي لګښتونو ته په پام سره چې په افغانستان کې مصرف شوي لاسته راوړنې ډیرې کمزوري دي”.

که څه هم ویل کیږي چې د افغانستان او عراق جګړو په عامو برتانویانو کې نا اميدي او له جنګ څخه ستړیا پیدا کړې خو د یاد انسټیټیوټ مشر (مایکل کلارک) وايي چې طمع ده چې دا هیواد به خپلو نظامي یرغلونو ته لکه د پخوا په څیر ادامه ورکوي.

برتانیه د هغه نړیوال نظامي ایتلاف له مهمو غړو څخه ده چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له پیښو وروسته د امریکا په مشرۍ رامینځ ته شو او د افغانستان او عراق په جګړو کې ئې له امریکا سره اوږه په اوږه ونډه واخیسته.

ټاکل شوې چې برتانیه به د روان میلادي کال تر پایه پورې خپل ټول پوځیان د افغانستان له خاورې باسي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x