د سمون او بدلون شبکه: د ټاکنو نا څرګند برخلیک د ډیموکراسۍ بېخ نړوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۶کب، ۱۳۹۶ل): د سمون او بدلون شبکه وايي، د ټاکنو ناڅرګند برخلیک د ډيموکراسۍ بنسټ نړوي.

دې شبکې د ټاکنو په اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ، حکومت غیر قانوني بللی او په وینا يې د ډيموکراسۍ بېخ نړوي.

سرچینې حکومت پر قومي، ژبني او سمتي شخړو ملامت کړی او د دې ټولو علت يې د حکومت نامشروعیت په ګوته کړی دی.

دې شبکې هم هغه اندېښنه چې په دې وروستیو کې پياوړې شوې، په ډاګه کړې چې حکومت د ټاکنو اراده نه لري.

په خبرپاڼه کې پر نړیواله ټولنه غږ شوی چې له افغانانو سره د قانوني حکومت جوړولو او ټاکنو سم ترسره کېدلو په برخه کې مرسته وکړي.

نن په کابل کې د سیاسي ګوندونو مشرانو او استازو هم پر حکومت د ټاکنو د پر وخت تر سره کېدو غږ وکړ او هم يې په ملي شورا کې د خپلې برخې غوښتو وویل.

دا په داسې حال کې دی چې ځینو سرچینو ویلي، امریکایان د «قیادي شورا» له لارې غواړي، دې حکومت ته له ټاکنو پرته پنځه کاله نور دوام ورکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر هم تر ټاکل کېدو څو ورځې وروسته یاده کړه چې د ځينو ستونزو له امله ښايي د ملي شورا ټاکنې وځنډېږي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د