افغانستان

کندهار: ملي امنیت ولسي وګړي د چريکي بریدګرو په نوم رسنیو ته معرفي کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۶کب، ۱۳۹۶ل):د کندهار ښار ځايي اوسېدونکي وايي د یاد ولايت د ملي امنیت له لوري نيول شوې ۱۲ کسیزه ډله چې دوی يې د چريکي برید کوونکو په نوم معرفي کوي ولسي وګړي دي.

نن سهار د کندهار ملي امنيت خبر ورکړ چې د ځانګړو کشفي مالوماتو پر بنسټ يې ۱۲ کسیزه چريکي برید کوونکې ډله نيولې.

ملي امنيت پر يادو کسانو تور پوري کړی چې د دريو پولیسو او يو تن قومي مشر په وژلو کې لاس لري.

د ملي امنيت له لوري رسنيو ته په لېږل شوي راپور او انځورونو کې له نیول شويو کسانو سره د هيڅ ډول وسلې او مهماتو د نیولو راپور نه دی ورکړل شوی.

د کندهار ښار د برېښناکوټ پله اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې رسنيز شي نن ټکي اسیا ته ويلي چې په دولس کسیزه ډله کې يې دوه تنه قریبان چې د ټوکرانو دکان يې کاوه د ملي امنيت له لوري د ښار په قاسم پله سيمه کې نيول شوي او رسنيو ته د چريکي بريدګرو په نوم معرفي شوي.

د کندهار ښار زیات شمېر اوسیدونکي وايي چې ملي امنیت عام کسان د طالبانو په تور نیسي او وروسته یې د پیسو په مقابل کې خوشي کوي.

ورته پيښي د کندهار په شاوخوا هغه ولسواليو کې هم پيښيږي چې د جګړې په کرښي کې قرار لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x